تازه خبرونه

فيلډمارشل عاصم منير د تربت دوره، بلوچستان کښې فتنه هند مرستيال ترهه ګرو خلاف کامياب عملياتو باندې د اطمينان اظهار

د بلوچستان اولس يواځې نه دے د صوبې امن او استحکام لپاره پوځ هرې قربانۍ لپاره تيار دے،فيلډمارشل عاصم منير
فيلډمارشل عاصم منير د تربت دوره، بلوچستان کښې فتنه هند مرستيال ترهه ګرو خلاف کامياب عملياتو باندې د اطمينان اظهار

بلوچستان امن لپاره به هرقسم قرباني ورکوؤ،فيلډمارشل

آئي ايس پي آر لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې فيلډ مارشل عاصم منير د بلوچستان د تربت سيمې دوره کړېده او د سيکيورټۍ جائزې ئې اخستي ده ۔ د دورې په مهال فيلډ مارشل ته د فتنه هند مرستيال ترهه ګرو خلاف روان کامياب پوځي آپريشنونو او ترقياتي منصوبو په حواله تفصيلي بريفنګ ورکړي شوېدے ۔ د بلوچستان وزير اعلي سرفراز بګتي او چيف سيکرټري هم په دې موقع موجود وو، د آئي ايس پي آر بيان ترمخه د بلوچستان وزيراعلي او سول انتظاميې د نمائندګانو سره خبرو په وخت فيلډمارشل عاصم منير د بلوچستان اولس ته راپيښ د مسائلو د حل لپاره سول او ملټري تعاون او مشترکه کوششونه ضروري ګرځولي دي ۔ د خبرو په مهال فيلډ مارشل د ګوډ ګورننس او د اولس د پرمختګ په اهميت زور راوړېدے او د بلوچستان سماجي او اقتصادي ترقۍ لپاره د پاک پوځ د هر ممکن مرستو باور ئې ورکړيدے ۔ فيلډ مارشل عاصم منير د پوځ ځوانانو او افسرانوته وينا هم کړيده او د دوي آپريشنل تيارو باندې ئې د اطمينان اظهار کړېدے، فيلډ مارشل عاصم منير خپله وينا کښې د ملک د خپلواکۍ د تحفظ د عزم اظهار کړې او وئيلي ئي دي چې بلوچستان کښې امن بحالۍ او استحکام لپاره هر قسم قربانو له تيار يو۔ فيلډ مارشل عاصم منير په مشکل حالاتو کښې هم د منطقې امن او استحکام قائم ساتلو باندې سيکيورټي فورسز ته خراج تحسين وړاندې کړے او د دوي د قربانو ستائينه ئې کړيده ۔ د تربت دورې په مهال فيلډ مارشل د شهيدانو په يادګار ګلونه هم ايښودې وو او فاتحه خواني ئې کړي وه

Related Articles

د پوتین دا د چین ۲۵م سفر دی چې د دواړو هېوادونو د دوستۍ تړون د ۲۵مې کلیزې په مناسبت ترسره کېږي

May 19, 2026

خلک له تشو شعارونو او نمایشي سیاست څخه ستړي شوي او د جدي مشرتابه غوښتنه کوي

May 19, 2026

په نوشکي کې د مسافرو وژنه او د جعفر ایکسپریس یرغمل ساتل د بې‌ګناه خلکو پر ضد کړنې بلل شوي دي

May 19, 2026

هند ته مهلت ورکړل شوی و خو ۱۵۵ ورځې تېرېدو سره یې ځواب نه دی سپارلی

May 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *