تازه خبرونه

سعودي عرب د  پاکستان  دفاعي ځوکونو مشر او فیلډ مارشل سید عاصم منیر ته  کینګ عبدالعزیز  مډال ورکړی

د پاکستان پوځ مشر او د دفاعي ځواکونو قومندان له سعودي دفاع وزیر شهزاده خالد بن سلمان سره ملاقات کړې دې او په یو شمیر مهمه ټکو ی ورسره خبرې اترې کړي دي
د پاکستان فیلډ مارشل سید عاصم منیر د سعودي عربستان د رسمي سفر پر مهال د باچا عبدالعزیز د لوړې درجې مډال ترلاسه کوي

د سعودي عربستان د پاچا عبدالعزیز د لوړې درجې مډال ورکړه د پاکستان او سعودي عربستان د اړیکو ژورتیا څرګندوي

د پاکستان د پوځ مشر او د دفاعي ځواکونو قومندان، فیلډ مارشل سید عاصم منیر، ته د دسمبر په ۲۲مه د سعودي عربستان د رسمي سفر پر مهال د باچا عبدالعزیز مډال ورکړل شو

  دا د سعودي عربستان تر ټولو لوړ ملي ویاړ بلل کېږي- یاد مډال د حرمېنو شریفېنو د سرپرست، باچا سلمان بن عبدالعزیز آل سعود، د شاهي فرمان له مخې ورکړل شوی، چې موخه یې د فیلډ مارشل عاصم منیر د ممتاز پوځي خدمتونو، رهبرۍ او د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ د دفاعي همکاریو او ستراتېژیک همغږۍ د پیاوړتیا په برخه کې د هغه د مهم رول ستاینه ده

د دې سفر پر مهال، فیلډ مارشل عاصم منیر د سعودي عربستان د دفاع وزیر،  شهزاده خالد بن سلمان بن عبدالعزیز آل سعود، سره وکتل. په دې لیدنه کې د دواړو لورو ترمنځ د سیمې د امنیتي وضعیت، بدلېدونکو جیوپولېټیکي ننګونو، دفاعي او پوځي همکاریو او پراخو ستراتېژیکو اړیکو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې

دواړو مشرانو د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ پر تاریخي او ژورو  اړیکو بیا ټینګار وکړ او د سیمې د سولې او ثبات لپاره یې پر ګډې ژمنې ټینګار وکړ

د سعودي مشرتابه د فیلډ مارشل عاصم منیر د مسلکي‌توب، ستراتېژیک لید او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ادارېز تړاو او د ترهګرۍ پر ضد همکاریو د پیاوړتیا لپاره د هغه هڅې وستایلې

فیلډ مارشل عاصم منیر د دې ویاړ له ترلاسه کولو وروسته د حرمېنو شریفېنو له سرپرست او د سعودي له مشرتابه څخه مننه وکړه او ویې ویل چې دا مډال د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ د تلپاتې او ټینګو اړیکو څرګندونه کوي

نوموړي د سعودي عربستان د امنیت، ثبات او سوکالۍ لپاره د پاکستان پر نه بدلېدونکې ژمنې بیا ټینګار وکړ

د پاچا عبدالعزیز د لوړې  درجې مډال ورکړه د پاکستان او سعودي عربستان د اړیکو ژورتیا څرګندوي او دا ثابتوي چې دواړه هېوادونه د سیمه‌ییزې او نړیوالې سولې لپاره د ستراتېژیکو همکاریو د لا پیاوړتیا ګډ هوډ لري

Related Articles

د پاکستان هڅې د يو لوري د بري يا ماتې لپاره نه، بلکې د سيمې د ثبات لپاره دي. کله چې مستقيمې خبرې ټکنۍ شي، د پاکستان شتون د تاوتريخوالي د کمولو مهمه وسيله ده

April 24, 2026

په افغانستان کې د “اقلیت” او “اکثریت” مفاهیم یوازې پر مفروضو ولاړ ګڼل کېږي او ویل کېږي چې دا تر ډېره د سیاسي ګټو لپاره کارول شوي دي

April 24, 2026

دواړو لورو هوکړه وکړه چې د سیمې د لوی شخړې د مخنیوي لپاره دې ټول اړخونه مسؤلیت وښيي. پوځي مشرتابه وویل چې پاکستان به په سیمه کې د ثبات او سولې د هرې هڅې ملاتړ ته دوام ورکړي

April 24, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *