تازه خبرونه

د پاکستان او امریکایی پوځیانو ګډ ټریننګ  مکمل شو

د پاکستان په ملي انسداد ترهګرۍ مرکز کې یوه اونۍ د دواړو هیوادونو پوځیانو ګډ ټریننګ ترسره کړو
د پاکستان او امریکایی پوځیانو په یو شمیر څانګو کې یوه اونۍ ټریننګ ترسره کړو

دفاعي کارپوهان وایی چې د پاکستان او امریکایی ځواکونو دا ګډ تمرینونه به د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکارۍ او اړیکو قوي کولو لامل جوړ شي

اسلام آباد: په داسې وخت کې چې پاکستان د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې په زرګونو امنیتي سرتیري او عام ولس قرباني ورکړي او وس هم دا قرباني دوام لري ، د پاکستان او امریکایی ځواکونو ترمنځ  ګډ پوځي تمرینونه ترسره شول

د امریکا د پوځ اړوند د سوشل میډیا  ایکس پاڼه یو ایس سنټرل کمانډ باندې دا خبر خپور شوې دې چې دا اونۍ د پاکستان او امریکایی پوځیانو ترمنځ د ترهګرۍ ضد جګړې لپاره چمتو کیدلو او ترهګرۍ د مخنیوي لپاره ټریننګ ترسره شو

په ایکس پاڼه لیکلي چې د  اوونۍ د امریکا او پاکستان پوځ سرتېرو د پاکستان د ملي انسداد ترهګرۍ پر مرکز  کې د انسپایرډ ګیمبټ تمرین تر چتر لاندې ګډ روزنیز پروګرام او ټریننګ بشپړ کړ

په دې راپور کې زیاتوي چې  په دې تمرین کې د ګډ پیاده ځواکونو مهارتونه، جګړه‌ییز تاکتیکونه او د ترهګرۍ ضد عملیاتو پر لور ځانګړې پاملرنه شوې وه چې په بریالیتوب سره ترسره شول

د امریکا د پوځ مرکزي کمانډر دفتر وایی چې د پاکستان او امریکایی پوځیانو ترمنځ  دغه ډول ګډ روزنیز تمرینونه د امریکا او پاکستان ترمنځ اوږدمهاله دفاعي اړیکې لا پیاوړې کوي

یاد دفتر زیاتوي چې دا تمرینونه  د پاکستان او امریکا هېوادونو او پوځونو ترمنځ مسلکي همغږي او همکاري زیاتوي

دفاعي څیړنکارانو غبرګون

د امریکا او پاکستان د پوځونو دې ګډ تمرینونو په اړه د دفاعي څیړنکارانو او شنونکو په غبرګون ښودلې دې او وایی چې د پاکستان د ترهګرۍ د مخنیوي په مرکز کې د پاکستان او امریکایی پوځیانو ترمنځ دا ګډ تمرینونه به د دواړو هیوادونو د پوځیانو د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې ډیر ګټور ثابت شي

پوهان وایی چې د پوځیانو ګډ ټریننګ یو بل هیواد سره خپلې تجربې او د جنګ په اړه پلانونه شریکوي او دغه شان دوی د یو بل سره په همکارۍ کولو ترهګرو ته ماتې ورکوي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *