تازه خبرونه

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د سیمې د سولې لپاره د پاکستان هڅې وستایلې

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د منځني ختیځ د روانو کړکېچونو په منځ کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د پاکستان د ډیپلوماټیکو هڅو ستاینه کړې ده
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د ټیلیفوني خبرو پر مهال د لوېدیځې اسیا پر وضعیت، نړیوال امنیت او د سولې د هڅو پر پیاوړتیا بحث وکړ؛ ملګرو ملتونو د پاکستان د ډیپلوماټیک رول ستاینه وکړه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د ټیلیفوني خبرو پر مهال د لوېدیځې اسیا پر وضعیت، نړیوال امنیت او د سولې د هڅو پر پیاوړتیا بحث وکړ؛ ملګرو ملتونو د پاکستان د ډیپلوماټیک رول ستاینه وکړه

د پاکستان مرستیال لومړی وزیر او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتریش سره ټیلیفوني خبرې وکړې، چې پکې د لوېدیځې اسیا پر عمومي وضعیت او د هغې پر نړیوالې سولې او امنیت اغېزو مفصل بحث وشو

د خبرو پر مهال اسحاق ډار د سیمه‌ییزو شخړو د حل او د جګړو د مخنیوي لپاره د ملګرو ملتونو پر مهم رول ټینګار وکړ. هغه وویل چې پاکستان د ډیپلوماسۍ او رغنده خبرو اترو له لارې د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره خپلې ژمنې ته کلک ولاړ دی

سیمه‌ییزو شخړو

په دې موقع د ملګرو ملتونو سرمنشي د سیمې د ثبات لپاره د پاکستان د ډیپلوماټیکو هڅو ستاینه وکړه او د سولې د بیا ټینګښت لپاره د روانو نوښتونو بشپړ ملاتړ یې څرګند کړ

اسحاق ډار دغه خبرې ګټورې وبللې او یو ځل بیا یې ټینګار وکړ چې پاکستان به د نړیوالې ټولنې سره په ګډه د سولې او امنیت د موخو د ترلاسه کولو لپاره خپل فعال رول ته دوام ورکړي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *