تازه خبرونه

د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان په خصوصي بلنه، وزيراعظم شهباز شريف د سعودي عرب په دوره رياض ښار ته تلي دے

وزيراعظم شهباز شريف به د برطانيې او امريکې دوره هم کوي،وزيراعظم به د جنرل اسمبلۍ سالانه اجلاس کښې شرکت کوي،واشنګټن کښې د صدر ټرمپ او وزيراعظم ترمينځ د ملاقات امکان
د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان په خصوصي بلنه، وزيراعظم شهباز شريف د سعودي عرب په دوره رياض ښار ته تلي دے

وزيراعظم شهباز شريف د سعودي عرب په دوه ورځنې دوره دے

وزيراعظم هاؤس لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې وزيراعظم شهباز شريف د سعودي عرب په دوره رياض ښار ته تلي دے، نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار،وزير دفاع خواجه آصف،د خزانې محکمې وزير محمد اورنګزيب،وزير اطلاعات عطاتارړ،د وزيراعظم خصوصي صلاح کار طارق فاطمي او د ماحولياتو وفاقي وزير مصدق ملک هم د وزيراعظم شهباز شريف سره د سعودي عرب په دوره تلي دي ۔ د خارجه محکمې ترجمان شفقت علي خان بيان ترمخه وزيراعظم دا دوره د سعودي عرب د ولي عهد محمد بن سلمان په خصوصي بلنه کوي ۔ د خپلې دورې په مهال به وزيراعظم د سعودي ولي عهد او نور حکومتي چارواکو سره ليده کاته کوي،ورسره به د دواړو ملکونو اړيکو،سرمايه کارۍ،تجارت او دفاع بشمول په نورو شعبو کښې د همکاريو په معاملو خبرې کوي ۔سعودي ولي عهد سره د ملاقات په مهال به د مشرقي وسطي او د منطقې سيکيورټۍ په معاملو هم خبرې کيږي ۔ وزيراعظم شهباز شريف په داسې مهال د سعودي عرب په دوره دے چې تيره ورځ دوحه کښې د عرب او اسلامي ملکونو د مشرانو هنګامي اجلاس هم شوي وو، وزيراعظم شهباز شريف دې اجلاس ته تاريخي وينا کړې وه او په دوحه د اسرائيل حملې ئې د قطر د خپلواکۍ خلاف ورزي ګرځولي وه ، د اجلاس په څنډه کښې د عرب ملکونو مشرانو د وزيراعظم شهباز شريف سره ملاقاتونه کړي وو او د مشرقي وسطي امنيت لپاره د پاکستان کردار ئې ستائيلي او د اسرائيلي جارحيت په وړاندې د مسلمان ملکونو د دريز او موقف ملاټر کولو باندې ئې د وزيراعظم شهباز شريف خصوصي شکريه ادا کړي وه ۔

وزيراعظم شهباز شريف د امريکې دوره او ملاقاتونو شيډول ۔ ۔

د سعودي عرب دوره مکمل کولو وروسته به وزيراعظم شهباز شريف برطانيي ته ځي ،وزيراعظم به لندن کښې دوه ورځې ايسار وي ،د وزيراعظم شهباز شريف د برطانيې دوره ذاتي ده لندن کښې د قيام دوران د هغه د ملاقاتونو څه شيډول نه دي جاري شوے، وزيراعظم به د اتوار په ورځ د لندن نه نيويارک ته ځي ،د وزيراعظم د امريکې دوره په يو هفته مشتمل ده، وزيراعظم شهباز شريف به د متحده قامونو د جنرل اسمبلۍ سالانه اجلاس کښې شرکت کوي او د شيډول مطابق به په دويشتم ستمبر وزيراعظم جنرل اسمبلۍ ته تقرير کوي ۔ وزيراعظم به د نيويارک دورې په مهال جنرل اسمبلۍ اجلاس کښې شرکت لپاره راغلي د مختلف ملکونو د مشرانو سره ليده کاته هم کوي دې نه علاوه وزيراعظم شهباز شريف به د فلسطين مسئلې دوه رياستي حل په حواله کيدونکې کانفرنس کښې هم شرکت کوي او دې کانفرنس ته به وينا کوي ۔ قوي امکان دے چې وزيراعظم شهباز شريف به د خپلې دورې په مهال امريکني صدر ډونلډ ټرمپ سره هم ملاقات وکړي ۔ سفارتي ماهرين د منطقي او مشرقي وسطي موجوده صورتحال په تناظر کښې د وزيراعظم شهباز شريف د سعودي عرب او امريکې دورې ته خصوصي اهميت ورکوي ۔

Related Articles

د ترهګرۍ ملاتړ: کابل نن د ټي ټي پي، القاعده او بي ايل اې په ګډون د شلو څخه زیاتو ترهګرو ډلو لپاره خوندي پناه‌ځای بلل کېږي

May 13, 2026

په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر مشهور شیعه عالم حسین داد شریفي وحشیانه تشدد یو ځل بیا په هېواد کې د مذهبي لږکیو د ناامنۍ حالت څرګند کړی دی

May 13, 2026

د پاکستان ولسمشر د کوهاټ هغه زړور وګړي لیاقت شهید لپاره د هېواد دویم ستر ملکي اعزاز ستارۀ شجاعت منظوري ورکړې ده، چې د ترهګرۍ لویه طرحه یې ناکامه کړې وه

May 13, 2026

چین له پاکستانه غوښتنه کړې چې د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب هڅې چټکې کړي او د هرمز تنګي د بحالۍ لپاره خپل رول لا فعال کړي

May 13, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *