تازه خبرونه

د ایف سۍ ځواک اهلکار چې په ترهګريز سنایپر برید کې شهید شوې وو خاورو ته وسپارل شو

لانس نایک لیاقت علي شلمانۍ چې په مومندو کې ی دنده ترسره کوله ، د امبار پوليس تهاڼې په حدودو کې ی په پوسته ترهګریز برید ترسره شو او شهید شو
د لیاقت علي شلماني د جنازې په مونځ کې د امنیتي ځواکونو مشر لیفټننټ کرنل حافظ بلال، د لنډي کوتل ایډیشنل اسسټنټ کمشنر شهاب الدین، د شلمان پولیس سټېشن ایس‌اېچ‌او ګل مت خان او یو شمیر نور حکومتي چارواکو او د سیمې مشرانو او عام ولس د شهید په جنازه کې ګډون وکړو

د ځایی سرچینو ترمخه د لوی شلمان یو شمیر ځوانان د پولیس فورس او د ایف سي ځواک سره دندې ترسره کوي او یو شمیر ځوانانو په ترهګریز بریدونه کې شهیدان کړې شوي دي

د ضلع مومندو په تحصیل امبار پولیس تهاڼې په حدودو کې وړمه ورځ د ایف سي ځواک په پوسته د سنايپر په برید کې شهید شوي د فرنټیئر کور امنیتي ځواکونو سرتېري لانس نایک لیاقت علي شلمانی جنازه د هغه په پلرني کلي، لنډي کوتل لوې شلمان سمسۍ کې ادا کړې شوه او شهید د سرکاري او پوځي اعزاز سره خاورو ته وسپارل شي.

لوی شلمان د لنډي کوتل په شمال کې د پاک افغان پولې سره نزدې سیمه ده او تردې سیمې د کابل سیند هم لنډي کوتل او بیا د ضلع خیبر سیمې ملاګورو ته داخلیږي.

د ځایی سرچینو ترمخه لیاقت علي شلماني د جنازې په مونځ کې د امنیتي ځواکونو مشر لیفټننټ کرنل حافظ بلال، د لنډي کوتل ایډیشنل اسسټنټ کمشنر شهاب الدین، د شلمان پولیس سټېشن ایس‌اېچ‌او ګل مت خان او یو شمیر نور حکومتي چارواکو او د سیمې مشرانو او عام ولس د شهید په جنازه کې ګډون وکړو او د هیواد لپاره ی د هغه قرباني وستایله .

د جنازې مونځ وروسته، شهید لیاقت علي ته عسکري سلامي وویل شوه او د هغه پر قبر د ګلونو ګیډۍ کیښودل شوې ، په دې موقع حکومتي او پوځي مشرانو او د ځایی مشرانو د شهید د مغفرت لپاره ځانګړې دعاګانې وکړي او د پاکستان لپاره ی د شهید ځاني قرباني په درنو ټکو کې وستایله.

دا خبره مهمه ده او باید یادونه ی وشی چې پرون شهید لانس نایک لیاقت د مومندو په ضلع امبار تحصیل د پولیسو تهاڼې په حدودو کې د ایف سي ځواک ۱۸۲ وینګ په شیخ ون پوسته کې دنده ترسره کوله چې د شپې ناوخته په ۲ بجې د سنایپر برید له امله شهید کړې شو.

دلته ددې خبرې هم باید یادونه وشي چې په د می په میاشت کې د هند او پاکستان په جهګړه کې د سیالکوټ په سیکټر هم ددې لوی شلمان سیمې یو بل ځوان هم د هیواد لپاره قرباني ورکړه او د هند لوري برید پر مهال شهید کړې شو

Related Articles

د ترهګرۍ ملاتړ: کابل نن د ټي ټي پي، القاعده او بي ايل اې په ګډون د شلو څخه زیاتو ترهګرو ډلو لپاره خوندي پناه‌ځای بلل کېږي

May 13, 2026

په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر مشهور شیعه عالم حسین داد شریفي وحشیانه تشدد یو ځل بیا په هېواد کې د مذهبي لږکیو د ناامنۍ حالت څرګند کړی دی

May 13, 2026

د پاکستان ولسمشر د کوهاټ هغه زړور وګړي لیاقت شهید لپاره د هېواد دویم ستر ملکي اعزاز ستارۀ شجاعت منظوري ورکړې ده، چې د ترهګرۍ لویه طرحه یې ناکامه کړې وه

May 13, 2026

چین له پاکستانه غوښتنه کړې چې د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب هڅې چټکې کړي او د هرمز تنګي د بحالۍ لپاره خپل رول لا فعال کړي

May 13, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *