تازه خبرونه

د انرژۍ بحران په نظر کې نیولو سره د پټرول سبسډي سکیم پیل شوی

د فدرالي حکومت له لوري د کم عاید لرونکو کسانو لپاره د پټرولو سبسډي سکیم د عملي کولو پرېکړه شوې، او ځانګړې موبایل ایپ د ازمایښتي مرحلې ته داخل شوې ده
پاکستان کې د پټرول سبسډي لپاره ډیجیټل نظام معرفي شوی، چې له لارې به مستحقو کسانو ته په ۱۲ زره پټرول پمپونو کې ارزانه پټرول ورکړل شي

پاکستان کې د پټرول سبسډي لپاره ډیجیټل نظام معرفي شوی، چې له لارې به مستحقو کسانو ته په ۱۲ زره پټرول پمپونو کې ارزانه پټرول ورکړل شي

فدرالي حکومت په هېواد کې د انرژۍ د روان بحران د اغېزو د کمولو او د کم عاید لرونکو خلکو ته د ریلیف ورکولو لپاره د «پټرول سبسډي پلان» عملي کار پیل کړی دی. د دې لپاره د اطلاعاتو او ټکنالوژۍ وزارت یوه ځانګړې موبایل اپلیکیشن هم چمتو کړې چې اوس د ازمایښتي (ټیسټنګ) مرحلې کې ده، څو شفاف ډول مستحقو کسانو ته سبسډي ورسول شي

د تفصیلاتو له مخې، دا سبسډي په لومړي پړاو کې د موټرسایکلونو او ریکشو (دوو او درې څرخو موټرو) لپاره ځانګړې شوې ده وړاندیز شوی چې د موټرسایکلونو لپاره به میاشتنی ۲۰ لیټره پټرول کوټه ټاکل کېږي، چې د نړیوالو بیو په پرتله به په ارزانه نرخ ورکول کېږي. خو د لویو موټرو لپاره به د نړیوال بازار نرخونه لا هم نافذ وي، او د ۸۰۰ سي سي موټرو د شاملولو په اړه وروستۍ پرېکړه لا نه ده شوې

د پټرول پمپونو انتظامات

د دې پلان د عملي کولو لپاره په ټول هېواد کې ۱۲ زره پټرول پمپونو کې ځانګړې نوزلونه (nozzles) ټاکل کېږي. حکومت هر پټرول پمپ ته دوه موبایلونه ورکوي چې پکې نصب شوې ځانګړې اپلیکیشن به د کاروونکو پېژندنه او د کوټې تصدیق کوي. د دې ډیجیټل نظام هدف دا دی چې د سبسډي په بهیر کې هر ډول درغلي مخه ونیول شي او مرسته مستقیم مستحقو کسانو ته ورسېږي

اقتصادي اغېزې

اقتصادي کارپوهان وایي چې دا سکیم له یوې خوا غریب او منځني طبقې ته د راحت موقع برابروي، خو له بلې خوا د حکومت لپاره مالي خساره کنټرولول لویه ننګونه ده. د نړیوالو بیو بدلون یوازې پر لویو موټرو اچول د عمومي ګرانی پر بهیر څه اغېز کوي، په دې اړه هم اقتصادي حلقو کې بحثونه روان دي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *