تازه خبرونه

د امریکا دفاع ډیپارټمنټ د جنګ ډیپارټمنټ په نامه بدل شو

د امریکا پینټاګون نوم بدلیدلو سره وس د دفاع محکمه په سرکاري ایکس پانړه هم ډیپارټمنټ آف وار یعني د جنګ ډیپارټمنټ ولیکل شو
د امریکا پینټاګان به وس د دفاع ډیپارټمنټ نه، بلکې د جنګ ډیپارټمنټ په نامه یادیږي

د امریکا اولس مشر ډونلډ ټرمپ د دفاع محکمه جنګ په نامه بدلول، د یو ایګزیکټیو آرډر په لاسلیک کولو سره وکړو

  واشنګټن: نن د نړۍ په تاریخ کې د امریکا په اړه یو نوې پرمختګ مخې ته راغلې او د امریکا د دفاع وزارت نوم بدل شوې دې، وس به  د امریکا د دفاع وزارت نوم “د جګړې وزارت” په نوم یادولې شي ـ

یوې خبري رسنۍ د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جمعې په ورځ پر يوه اجرايي فرمان لاسلیک وکړ چې له مخې یې د دفاع وزارت یعني د پینټاګون  نوم د “ډیپارټمنټ آف وار” (د جګړې وزارت) په نامه بدل شوـ.

ټرمپ د سپينې ماڼۍ په اوول آفيس کې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال وويل چې اوس وخت رارسېدلی چې شيان د هغوی په اصلي نومونو وپېژندل شي ـ .

نوموړي زیاته کړه چې د اوسني نړیوال وضعیت په رڼا کې نوی نوم ډېر مناسب دی او د جګړې وزارت به نړۍ ته د امریکا د ځواک پیغام ورسوي ـ.

د امریکا ولسمشر همدارنګه وويل چې له اوکراين سره د امنیت تړون تر غور لاندې دی، موږ د اوکراين د امنيت په برخه کې فعال يو او د اوکراين لپاره د امنیتي ضمانتونو پر کار بوخت یوـ.

یادونه ده چې د دغه حکم د لاسلیک پر مهال د پینټاګون مشر پیټ هیګست هم موجود وو چې اوس به د سیکرټري آف وار  په نوم یادیږي ـ

دلته دا یادونه هم باید وشي چې د پینټاګون نوم بدلیدلو سره د فاع وزار په سرکاري ایکس پانړه باندې هم وس د فاع محکمې په ځای د ډیپارټمنټ آف وار یعني د جنګ ډیپارټمنټ نامه ولیکل شوه ـ

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *