تازه خبرونه

د امريکې سينټکام مشر جنرل کوريله د ترهه ګرۍ خلاف جنګ او ډ سيمې امن لپاره د پاکستان کردار ستائيلی دے

فيلډ مارشل عاصم منير مشرۍ کښی پاک پوځ د داعش ډلې خلاف موثره اقدامات کوي،پاکستان خپل مهم شراکت دار ګڼو،جنرل کوريله
امريکې د پاکستان سره تعلقات ښه کولو اشاره ورکړيده

ترهه ګرۍ خلاف جنګ کښې پاکستان مهمی کاميابۍ ترلاسه کړيدي

د سينټ آرمډ سروسز کميټۍ ته وينا په وخت د امريکې سينټکام مشر وئيلی دی چې پاکستان په مرسته امريکې د نړيوال ترهه ګر تنظيم داعش خلاف اهمې کاميابۍ ترلاسه کړيدی او د فيلډ مارشل عاصم منير په ذاتي نګرانی او د کومک لوجې د کابل ايبےګيټ د ځانمرګی بريد ماسټر مائينډ جعفر ګرفتار کړې شوې وو،دا کارروائی ثابتوي چې سيمې نه د ترهه ګرۍ د مکمل خاتمے لپاره د پاکستان او امريکې مضبوط شراکت قائم دے.

دجنرل کوريله وينا وه چې موجوده وخت کښې داعش خراسان په نړيوال کچ د ټولو زیات منظم ترهه ګر ډله ده خو د پاکستان او امريکې نزدې انټيلجنس تعاون دا ډله ډيره ځپلې ده او د دې تنظيم د پنځه مطلوب ترهه ګرو پشمول په درځنونو داعش جنګيالي وژل شوي او ګرفتار کړې شويدی.د سنيټرانو د پوښتنې په جواب کښې د سينټکام مشر جنرل کوريله ووئيل چې د افغان دولت د دباؤ او عملياتو لوجی داعش ډله د پاکستان او افغانستان سرحدي سیمو پورې محدود پاتې شويده. جنرل کوريله پاکستان کښې روان د بدامنۍ د واقعاتو ذکر هم کړيدے او وئيلی ئې دې د تير کال د آغاز نه تر دې دمه پاکستان کښې د زر نه سيوا بړيدونه شويدی چې پکښې اووه سوه سيکيورټی اهلکار او دوه نيم زره عام وګړي شهيد شويدی.

د سينټکام مشر زياته کړيده چې پاکستان د هر قسم د خطرو باوجود د ترهه ګرۍ خلاف جنګ کوي،اهمې کاميابۍ ئې ترلاسه کړيدی او داسې معلوميږي چې داعش ډله کمزورې شويده او د دوی هلې ځلې هم کم شويدی چې اصل وجه ئې د يو څو مياشتو دوران دې تنظیم ته اوريدلی نقصانات دی.د پاکستان او هند ترمينځ پيدا شوي تاؤ تريخوالی باندې هم د امريکې سينټکام مشر رڼا اچولې ده او وئيلی ئې دی چې واشنګټن انتظاميه د دواړو ملکونو سره ښه تعلق ساتل غواړی،د دواړو ملکونو د حکومتونو قدر کوؤ دا فيصله به غلطه وی چې امريکه يو ملک سره تعلق اوساتی او بل نظر انداز کړی.

د ډير وخت نه پس د امريکې پوځ اعلی چارواکي د ترهه ګرۍ خلاف جنګ کښې د پاکستان د موثره کردار د لوبولو اعتراف کړيدے کوم چې په سفارتي کچ د پاکستان يو بله مهمه کاميابي ده او د دواړو ملکونو ترمينځ ښه تعلق بيا قائميدو اشاره ده. جنرل کوريله په داسې موقع پاکستان خپل اهم شراکت دار بللی دے چې خنی سرچينې وائی چې فيلډ مارشل عاصم منير د واشنګټن په دوره دے. نائب وزیراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار هم راتلونکي څو ورځو کښې امريکي ته تلونکې دے

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *