تازه خبرونه

جنوبي وزيرستان کښې د سيکيورټی فورسز کامياب عمليات، ،11 ترهه ګر وژلی شويدی

د کارروائۍ په مهال میجر سید معیز عباس او لارنس نائيک جبران الله شهيد شويدی
د امنيتي اهلکارو مهمه کارروائی ،فتنه هند مرستيال ترهه ګر وژل شويدي

جنوبي وزیرستان ترهه ګرو نه صفا کولو لپاره عمليات

آئی ايس پی آر لخوا جاري شوی بيان کښې وئيلي شويدی چې امنیتي ځواکونو د جنوبي وزیرستان په سراروغه علاقه کښې د فتنه هند مرستيال ترهه ګرو د موجودګۍ په اطلاع عمليات کړيدي.د کامياب کارروائۍ په نتيجه کښې يولس شرخوښې وژل شوي اووه ژوبل شويدی.

ترهه ګرو سره د نښتی په مهال میجر سید معیز عباس شاه او لانس نائيک جبران الله د شهادت درجه ترلاسه کړيده.د پيښې وروستو سيکيورټی اهلکارو سيمه کښی د فتنه اوهند د نور مرستيال ترهه ګرو د لټون او دوی خپل انجام ته د رسولو لپاره سرچ آپريشن شورو کړيدے.

صدر مملکت آصف علي زرداری،وزيراعظم شهباز شريف ،داخله وزير محسن نقوی،د خیبرپښتونخوا وزير اعلی علی آمين ګنډا پور او ګورنر فيصل کريم کنډي جنوبي وزيرستان کښې د پاک پوځ د کامياب عملياتو ستاينه کړې او د سيکيورټی اهلکارو په شهادت ئې د افسوس اظهار کړې او وئيلي ئې دي چې د ملک او اولس دفاع لپاره به د امنيتي اهلکارو قربانو چرې هم ضائع نه شی.

صدر آصف علی زرداري او وزير اعظم شهباز شريف ملک نه د ترهه ګرۍ مکمل د خاتمے عزم کړې او وئيلی ئې دی چې د شرخوښو خلاف به د سيکيورټی اهلکارو عمليات جاری وی.پيښه کښې شهيد شوي ميجر سيد مغيز غباس تعلق د چکوال او د لانس نائيک جبران الله شهيد تعلق د بنو سره وو.

Related Articles

محمد محقق ادعا کړې چې طالبانو د جعفري فقهې رسمي حیثیت لرې کړی او پر شیعه ټولنو یې فشارونه زیات کړي دي

May 16, 2026

د بریګیډیر اعجاز عباسي پر ضد د عادل راجا د کمپاین تر شا د قبضه مافیا، قاچاقبرانو او نورو شبکو لاس افشا شو

May 16, 2026

د باجوړ د ډمانګي کمپ پر خونړي ترهګریز برید کې د ښکېل دوهم ځانمرګي بریدګر هویت هم د یوه افغان تبعه په توګه تثبیت شوی دی. راپورونه ښيي چې دغه کس پخوا د افغان طالبانو له لیکو سره تړاو درلود

May 16, 2026

ننګرهار کې د امنیتي فشارونو دوام او د بې‌ځایه کولو لړۍ روانه ده، سرچینې وايي

May 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *