تازه خبرونه

تهران امارات او کویټ ته د امریکا د ملاتړ په صورت کې د غبرګون خبرداری ورکړی

ایران سعودي، قطر، امارات او کویټ ته خبرداری ورکړی چې خپله خاوره دې د امریکا یا اسرائیل د ایران ضد عملیاتو لپاره نه کارول کېږي، کنه به ځوابي اقدام وشي
ایران څلورو عربي هېوادونو ته خبرداری ورکړی، د هر ډول یرغل په صورت کې د سخت غبرګون ګواښ کړی دی

ایران څلورو عربي هېوادونو ته خبرداری ورکړی، د هر ډول یرغل په صورت کې د سخت غبرګون ګواښ کړی دی

ایران د سیمې له څلورو مهمو عربي هېوادونو سعودي عرب، قطر، متحده عربي امارات او کویټ څخه غوښتنه کړې چې خپله خاوره د امریکا یا اسرائیل له لوري د ایران پر ضد د احتمالي بریدونو لپاره د کارولو اجازه ورنه کړي. د ایراني رسنیو په وینا، تهران روښانه کړې چې د هر ډول یرغل په صورت کې به قوي غبرګون وښيي

ایراني چارواکو دغو هېوادونو ته رسمي پیغام لېږلی چې پکې غوښتل شوي د ایران د امنیت پر ضد د خپلو پولو د کارولو مخه ونیسي. په بیان کې خبرداری ورکړل شوی چې که د کوم هېواد خاوره یا هوايي حریم د ایران پر ضد بریدونو لپاره وکارول شي، ایران به یې د دښمن مستقیم ملاتړ وبولي او اړوند هېواد به له پایلو سره مخ شي

دا پرمختګ د منځني ختیځ د زیاتېدونکو پوځي فعالیتونو او احتمالي شخړو په ترڅ کې مخې ته راغلی. د ایران دریځ دا دی چې د سیمه‌ییز ثبات لپاره ضروري ده چې ګاونډي، په ځانګړي ډول عربي هېوادونه، د هر ډول بهرني سازش برخه نه شي او خپلې خپلواکۍ په ساتلو سره بلې ځواک ته د برید اډې ورنه کړي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *