تازه خبرونه

بنو: ايف سي هيډکوارټر حمله،شپږ واړه ترهه ګر وژلي شوي، جوابي کارروائۍ په مهال ۶ اهلکار هم شهيد شوي،آئي ايس پي آر

د اولس او ملک تحفظ لپاره د شهيد سيکييورټي اهلکارو قربانۍ به چرې هم ضائع نشي،ملک نه به هرحال کښې ترهه ګري ختموؤ،صدر او وزيراعظم
بنو: ايف سي هيډکوارټر حمله،شپږ واړه ترهه ګر وژلي شوي، جوابي کارروائۍ په مهال ۶ اهلکار هم شهيد شوي،آئي ايس پي آر

بنو:ايف سي هيډکوارټر حمله،6 ترهه ګر وژلي شوي، 6 سيکيورټي اهلکار شهيد

آئي ايس پي آر لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې په دوئم ستمبر
سحر په مهال بنو کښې د فتنه هند مرستيال ترهه ګرو د فرنټير کانسټيلبري په هيډ کوارټر حمله کړه وه ۔ بيان ترمخه د ترهه ګرو د څه قسمه بريد منصوبه ناکامه کولو لپاره پورته کړي شوي سيکيورټي انتظاماتو لوجې شرخوښي په خپل مقصد کښې نه دي کامياب شوے،مايوسه شوي ترهه ګرو د بارو نه ډک ګاډي د ايف سي هيډکوارټر ديوال سره جنګولې وو چې لوجې ئې ودانې ته جزوي نقصان رسيدلې او د چاودنې لوجې درې ملکي وګړي ژوبل شوي وو ۔ بيان کښې زياته کړي شويده چې د ترهه ګرو خلاف د سيکيورټي فورسز د جوابي کارروائۍ په مهال پنځه واړه ترهه ګر وژلي شويدي ۔ فتنه هند مرستيال ترهه ګرو سره د ډزو تبادلې دوران د ايف سي او پاک پوځ شپږ اهلکار هم شهيد شويدي ۔ علاقه د ترهه ګرو نه صفا کولو لپاره سيکيورټي فورسز خواؤ شا سيمو کښې لټوني عمليات شورو کړيدي ۔

فتنه هند مرستيال ترهه ګرو خلاف به عمليات جاري وي،صدر ۔ وزيراعظم

صدر مملکت آصف علي زرداري، وزيراعظم شهباز شريف، داخله وزير محسن نقوي او د صوبو وزرائے اعلي او ګورنرانو بنو کښې ايف سي هيډکوارټر باندې حمله ناکامه کولو باندې د سيکيورټي فورسز کامياب عملياتو ستائينه کړيده ۔ خپل بيانونو کښې صدر آصف علي زرداري او وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې ملک نه د ترهه ګرۍ ناسور د خاتمې لپاره ټول قام د پاک پوځ سره اوګه په اوګه ولاړ دے، حکومتي مشرانو د ترهه ګرو خلاف آپريشن دوران د شپږ سيکيورټي اهلکارو په شهادت د افسوس اظهار کړې او وئيلي ئي دي چې د ملک دفاع او د اولس د تحفظ لپاره د سيکيورټي اهلکارو قربانۍ به چرې هم ضائع نشي ۔ صدر او وزيراعظم د شهيد سيکيورټي اهلکارو د کورنو سره د غمرازۍ او خواخوږۍ اظهار کړې او وئيلي ئي دي چې شهيدانو د لواحقينو په غم کښې برابر شريک يو ۔ صدر او وزيراعظم په خپل بيانونو کښې ملک نه د ترهه ګرۍ د مکمل خاتمے د عزم اظهار هم کړېدے ۔

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *