تازه خبرونه

باجوړ کښې د ټي ټي پي ترهګرو په ضد سربکف عملیات پیل شوي

په باجوړ ضلع کښې ۱۶ سیمو کښې کرفیو لګیدلې او امنیتي ځواکونو په سربکف عملیاتو کښې د ټي ټي پي درې ترهګر وژلي
باجوړ کښې د ټي ټي پي ترهګرو په ضد سربکف عملیات پیل شوي

د باجوړ ضلعې څخه رارسیدلي راپورونه وایی چې امنیتي ځواکو په ۱۶ سیمو کښې د ټي ټي پي خوارجو په ضد سربکف عملیات پیل کړي دي او سرچینې وایی چې په دې اپریشن کښې درې ترهګر وژل شوي دي او یو شمیر نور ژوبل شوي دي

سرچینې وایی چې د امنیتي ځواکونو له خوا په باجوړ کې د یوې بریالۍ عملیاتې پر

مهال درې ترهګر وژل شوي او څلور نور ټپیان شوی دي

نن باجوړ کښې په شپاړس سیمو ترخو، باد سیاه، آګره، کلان،نختر سره ۱۶ سیمو کښې ګرځبندیز ولګیدو او امنیتي ځواکونو په دې سیمو کښې د مبینه ټي ټي پي خوارجو په ضد عملیات پیل کړ

سرچینې تایدوي چې په ژوبل ترهګرو کښې الیاس کمانډر عرف ملنګ باچا هم شامل دې او د کمانډر ملنګ درې نور ملګري هم ژوبل شوي دي

تر دې مهم انکشاف هغه خبرې دي چې د افغان خوارجو ترمنځ ی تبادله شوې ده. دوی پکې سخت غوسه، مایوسي او بې‌باوري څرګنده کړې ده. افغان جنګیالیو سیمه‌ییز کمانډران، لکه تورډیل، ملنګ باچا، او کمانډر بلال تورن کړي چې د جګړې پر مهال

هغوی مونږ د مرګ لپاره پریښودو، یو جنګیالي دا خبرې ډیر په قهر کښې کړي دي

افغان ترهګرو شکایت کړی چې دوی په یواځې ځان جګړه کوله، پداسې حال کې چې سیمه‌ییز مشران وتښتیدل. هغوی وایی چې که مونږ ته معلومه وې نو مونږ به دوی سره په جنګ کښې شریک نه وې

د سرچینو ترمخه په سیمه کښې امنیتي وضع ډیره خرابه ده ،اپریشن سربکف دوام لري او چې په سیمه کښې د عملیاتو په اړه څه هم خبرونه راشي نو خپاره به کړې شي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *