تازه خبرونه

ايشيا کپ ټی ټوئنټی ، هند سپر فور مرحله کښې هم پاکستان له ماتې ورکړيدے

د بولرانو ناقصه کارکردګی، پاکستان په ۶ وکټو ميچ بائيللے دے
ايشيا کپ ټی ټوئنټی ، هند سپر فور مرحله کښې هم پاکستان له ماتې ورکړيدے

ايشيا کپ ټی ټوئنټی ، پاکستان د هند خلاف دوئم ميچ هم بائيللی دے

دوبئۍ کرکټ ګراونډ باندې شوي ميچ کښې د هند ټيم کپتان سوريا کمار ياديو ټاس ګټلو وروستو پاکستان له اول د بيټنګ بلنه ورکړې وه. پاکستان په مقرره ۲۰ اورونو کښې د پنخه لوبغاړو په زيان ۱۷۷ رنزونه جوړ کړې وو. د نورو ميچونو په رنګ دې ميچ کښې هم د پاکستان اوپنران لوئې پارټنر شپ قائمولو کښې ناکامه شوي وو . د پاکستاني ټیم لخوا صاحبزاده فرحان ۵۷, محمد نواز او صائم ايوب يويشت يويشت رنز جوړ کړې وو. نور بيټسمينانو کښې فهيم اشرف ۲۰ او کپتان سلمان آغا ۱۷ رنزونه جوړ کړی وو. دغه رنګ فخر زمان په ۱۵ او حسين طلعت په ۱۰ رنزونو آوټ شوي وو. د هندوستانی ټيم له طرفه شيوم ډوبے دوه وکټې اخستی وی. کلديپ ياديو او هارډک پانډيا يو يو لوبغاړي آوټ کړې وو. هند ټيم ټاکلې شوی د ۱۷۸ رنزونو هدف د څلور لوبغاړو په نقصان پورا کړې وو. د هند اوپنران ابهيشيک شرما د ۷۴ او شبمن ګل ۴۷ رنز سره کامياب بيټسمينان وو. تلک ورما ۳۰ او سنجو سمسن ۱۳ رنزونه جوړ کړی وو. د پاکستان لخوا حارث رؤف دوه کسان آوټ کړی وو . فهیم اشرف او اسرار احمد هم يوه يوه ټکټ اخستی وه.د بیټنګ په ښه مظاهره کولو باندې د هندوستان ابهيشيک شرما ته د ميچ د غوره لوبغاړي ايوارډ ورکړې شو. ياده دې وي چې د ټورنمنټ په ګروپ ميچ کښې هم هند ټيم پاکستان له شکست ورکړې وو.

ټورنمنټ کښې د پاکستان واپسي چانس؟

اګرچه پاکستان د سپر فور مرحلے په وړومبي ميچ کښې د خپل روايتی حريف هندوستان نه شکست خوړلي دے خو ګرين شرټس په ټورنمنټ کښې کم بيک کولی شی. د پاکستان نور مهم ميچونه پاتي دې چې ګټل به ئې د پاکستان لپاره لازمي وي. قامی کرکټ ټيم به د نهې په ورځ ابوظهبۍ کښې د سری لنکا سره مقابله کوی. دا ميچ به د پاکستانی وخت مطابق ماسخوتن اووه نيمي بجے وي.د پاکستان بله مقابله به د زيارت په ورځ د بنګله ديش ټيم سره وی که پاکستان دواړه ميحونه وګټل نو فائنل مرحلے ته رسيدو کښې بريالي کيدې شی،په پوائنټ ټيبل د هند ټيم په وړومبی،بنګله ديش په دوئم،سری لنکا په دريم او پاکستان په څلورم نمبر دے.د ټورنمنټ فائنل ميچ به د اتوار په ورځ لوبيږي

Related Articles

محمد محقق ادعا کړې چې طالبانو د جعفري فقهې رسمي حیثیت لرې کړی او پر شیعه ټولنو یې فشارونه زیات کړي دي

May 16, 2026

د بریګیډیر اعجاز عباسي پر ضد د عادل راجا د کمپاین تر شا د قبضه مافیا، قاچاقبرانو او نورو شبکو لاس افشا شو

May 16, 2026

د باجوړ د ډمانګي کمپ پر خونړي ترهګریز برید کې د ښکېل دوهم ځانمرګي بریدګر هویت هم د یوه افغان تبعه په توګه تثبیت شوی دی. راپورونه ښيي چې دغه کس پخوا د افغان طالبانو له لیکو سره تړاو درلود

May 16, 2026

ننګرهار کې د امنیتي فشارونو دوام او د بې‌ځایه کولو لړۍ روانه ده، سرچینې وايي

May 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *