تازه خبرونه

افغان مهاجرینو وطن ته واپسي: شمیره ی تر ۷۰۰۰۰۰ اوه لکه ورسیده

په ۳۱اګست افغان مهاجرینو ته ورکړل شوې مهلت پوره شوې، په تورخم پوله هره ورځ په زرګونه افغان کورنۍ افغانستان ته داخلیږي
افغان مهاجرینو وطن ته واپسي: شمیره ی تر ۷۰۰۰۰۰ اوه لکه ورسیده

د صوبایی حکومت مشیر صحت ویلي دي چې افغان مهاجرینو د صحت خیال ساتل هم د حکومت ذمه واري ده او دوی هڅې کوي چې افغان کورنیو ته د صحت سهولتونه ورکړي چې دوی په عزت سره خپل هیواد ته لاړ شي

د سرکاري شمیرو ترمخه د کال ۲۰۲۳ د ستمبر ۱۷مې نیټې راهیسي په تورخم پوله افغانستان ته د واپس تلونکو افغان کورنیو شمیره ۶لکه څخه زیاته شوې ده.

د شمیرو ترمخه په تورخم پوله ۶ لکه ۸۷ اووه اتیا زره او ۲۸۳ افغان وګړي د پاکستان بیله بیلو سیمو څخه افغانستان ته واپس تللي دي

د خیبر پښتونخوا د صحت مشیر احتشام رسنیو ته ویلي دي چې په لنډي کوتل کې افغان مهاجرنیو لپاره میډیکل کیمپ جوړ کړې دې. هغه وایی چې په دې کیمپ کې افغان کورنیو ته د علاج اسانتیاوې ورکولې شي

نوموړي وایی چې د افغان کورنیو د صحت خیال ساتل هم د حکومت ذمه واری ده او هم دې لپاره ی په لنډي کوتل کې افغان کورنیو لپاره دا میډیکل کیمپ قایم کړې دې

دلته دا هم باید یادونه وشی چې د پیښور او تورخم په لویه لار صوبایی ادارې ،پي ډي ایم اې له لوري افغان کورنیو لپاره د خوراک او اوسیدلو اسانتیاوې هم برابرې شوې وې

د جمرود تحصیل اسسټنټ کمشیر نسیم الله شاه تر مشرۍ لاندې د پی ډي ایم اې اهلکار پرون هم افغان کورنیو ته خوراک ورکړو

ضلعي انتظامیه افسرانو په یو بیان کې ویلي دي چې دوی هڅې دوام لري ترڅو د ګاونډي هیواد ته واپس تلونکو افغان کورنیو ته اسانتیاوې برابرې شي او دوی په عزت سره خپل هیواد افغانستان ته واپس لاړ شي

Related Articles

محمد محقق ادعا کړې چې طالبانو د جعفري فقهې رسمي حیثیت لرې کړی او پر شیعه ټولنو یې فشارونه زیات کړي دي

May 16, 2026

د بریګیډیر اعجاز عباسي پر ضد د عادل راجا د کمپاین تر شا د قبضه مافیا، قاچاقبرانو او نورو شبکو لاس افشا شو

May 16, 2026

د باجوړ د ډمانګي کمپ پر خونړي ترهګریز برید کې د ښکېل دوهم ځانمرګي بریدګر هویت هم د یوه افغان تبعه په توګه تثبیت شوی دی. راپورونه ښيي چې دغه کس پخوا د افغان طالبانو له لیکو سره تړاو درلود

May 16, 2026

ننګرهار کې د امنیتي فشارونو دوام او د بې‌ځایه کولو لړۍ روانه ده، سرچینې وايي

May 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *