تازه خبرونه

افغان حکومت یو هندي چارواکې له هیواده شړلې

افغان حکومت د هند يو لوړپوړی استخباراتي چارواکی چې د افغان حکومت په ضد ی مخالفې ډلې کسان را منظم کول ،د نړۍ ناخوښ تن اعلان کړې او له کابل ی وشړل
افغان حکومت لوري هندي چارواکې شړل به د هند او افغانستان په اړیکو بده اغیزه وکړي

د افغانستان کابل څخه یو هندي چارواکي شړلو وروسته په افغانستان کې د پاکستان په ضد د هند سازشونه رابربنډ شول

اسلام آباد: د افغانستان حکومت يو لوړپوړی هندی استخباراتي افسر، حريش کمار، د “ناخوښ شخص” په توګه اعلان کړی او له هېواده يې شړلی دی. دا پرېکړه د طالبانو د استخباراتو عمومي رياست  له خوا د هغو تورونو له امله شوې، چې ګواکې نوموړی په کابل کې له ضد طالبانو کسانو سره پټې ناستې لرلې او د هغوی د منظم کولو هڅې يې کولې.

د افغانستان يو لوړپوړی چارواکی وايي، حريش کمار چې د هند د سفارت د همغږۍ افسر په توګه يې دنده ترسره کوله، ته ۲۴ ساعته وخت ورکړل شو چې هېواد پرېږدي.د هندي افسر پاسپورټ نمبر ډي ۱۱۵۶۱۸۱ هم خپور شوې دې.

د پټو ناستو او منظم کولو تورونه

د راپورونو له مخې، حريش کمار چې د هند د هيماچل پردېش اوسېدونکی دی، لومړی کابل ته راغی، بيا ډيلي ته لاړ، او وروسته قطر ته سفر وکړ، ترڅو له يو شمېر ضد طالبانو مشرانو سره وګوري. ويل کېږي چې په دې ناستو کې د يو کنفرانس پلان جوړېده، چې ټاکل شوې وه په پاکستان کې ترسره شي، خو وروسته وځنډول شو.

کمار بيا هڅه وکړه چې دا کنفرانس په قطر يا دوبۍ کې ترسره کړي، او د اګست په ۱۳ نېټه بېرته کابل ته ستون شو. د اګست په ۱۵ نېټه، افغان استخباراتو د کابل ښار په شهرنو سيمه کې په يو رستورانت  چاپه واچوله، چېرې چې حريش کمار له ضد طالبانو مشرانو سره ناسته لرله، په دې چاپه کې  افغان مشران ونیول شول. .

د اګست په ۱۶ نېټه، طالبانو د هند د سفارت چارواکي راوغوښتل او هغوی ته يې په رسمي توګه د حريش کمار د شړلو پرېکړه ورسوله. نوموړی د اګست په ۱۷ نېټه بېرته ډيلي ته لاړ.

ديپلوماتيکي اغېزې

د يو لوړپوړي استخباراتي افسر شړل يو حیرانونکې او سخت ديپلوماتيک اقدام دی، چې د طالبانو د حکومت له خوا د هند د کړنو په اړه  جدي اندېښنه ښيي. دا پېښه ښايي د هند او افغانستان ترمنځ د اړيکو پر راتلونکي ژور اغېز ولري. له هغه وخت راهيسې چې طالبان واک ته رسېدلي، هند په کابل کې محدود حضور لري، او هڅه کوي چې له نوي حکومت سره محتاطه تعامل ولري.

د هند غبرګون د هند د بهرنيو چارو وزارت تر اوسه د دې پېښې په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې

د افغانستان پلازمینه کابل کې د هغه هندي چارواکي پاسپورټ چې له کابله شړل شوې دې.

نورخبرونه

پاکستان ، افغانستان او چين تعلقاتو کښې پرمختګ د هندوستان واکمن پريشانه کړيدی

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *