تازه خبرونه

اسلام آباد او بیجنګ یو بل ته نور هم رانزدې شول

پاکستان او چین به وس له سي پیک وروسته په سی پیک 2.0 لویه پروژه کې په صنعتي پرمختګ، سوداګرۍ او سیمه‌ییزو اړیکو تمرکز ولري
پاکستان او چین نوي اقتصادي تړونونه لاسلیک کړي.

د پاکستان وزیراعظم چین ته سفر ، د شنګهایی همکاریو سازمان کې ګډون او په بیجنګ کې مهمې لیدنې او نوي سوداګریز تړونو لاسلیک کول ښایی چې اسلام آباد او بیجنګ یو بل ته نور هم رانزدې کیږي.

اسلام آباد: اسلام‌اباد او بېجینګ اړیکې د نوې مرحلې پر لور روانې شوې دي. د “سی پیک 2.0” تر سیوري لاندې دواړو هېوادونو خپله د اوسپنې په څیر قوي دوستانه  تازه کړه. د وزیر اعظم شهباز شریف د چین د سفر پر مهال مهم تړونونه او پروژې شوي دي  چې د متقابل باور اړیکې یې لا پیاوړې کړې .

د سی پیک د لومړۍ مرحلې په ترڅ کې د بنسټیزو جوړښتونو او انرژۍ پروژې بریالۍ بشپړې شوې. اوس به سی پیک 2.0 په صنعتي پرمختګ، سوداګرۍ او سیمه‌ییزو اړیکو تمرکز ولري. د چین وزیراعظم “لي کیانګ” د پنځو نویو دهلیزونو له لارې د همکارۍ ژمنه وکړه. په دغو کې کرنه، انرژي، صنعت، آی ټي او د سوداګرۍ لاجسټیک شامل دي. دغه نوی لید سی پیک د سیمې په کچه یو “ګیم چینجر” ګرځولی دی.

وزیر اعظم شهباز شریف د چین له مشرتابه سره د لیدنې پر مهال پانګونې ته بلنه ورکړه. هغه وویل چې د ګوادر بندر به د سیمه‌ییزې سوداګرۍ مرکز وګرځول شي. د “ایم ایل ون” د رېل پټلۍ د پروژې د عاجل پیل او د قراقرم لویې لارې د بیا جوړولو پر اهمیت هم ټینګار وشو. دغه پروژې به یوازې د پاکستان اقتصاد ته نه، بلکې د ټولې سیمې د اړیکو او اقتصادي پرمختګ لپاره نوې لار هواره کړي.

په بېجینګ کې د “بي ټو بي” په کانفرنس کې له پنځه سوه زیات سوداګریز شخصیتونه برخه وال وو. په دې مهال د آی ټي، معدنیاتو، کرنې او ټیکسټایل په ګډون په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ پر سر موافقه وشوه. دواړو هېوادونو د ۲۰۲۴ نه تر ۲۰۲۹ پورې د ګډ کاري پلان پر سند هم لاسلیک وکړ.

دلته مهمه ده چې باید یادونه وشی چې سی پیک 2.0 پاکستان ته د پرمختګ او خوشحالۍ نوې لارې پرانیستلي دي. دغه پروژه به نه یوازې اقتصادي ثبات راولي، بلکې د کارموندنې او پانګونې پراخ فرصتونه به هم برابر کړي.

د کارپوهانو په وینا، د سی پیک نوی پړاو ښايي د پاکستان د اقتصاد لپاره د نجات وسیله وګرځي چې له امله به ی هیوادوالو ته د کارروزګار نوي فرصتونه په لاس راشي او هیواد وال به یوې نوې ژوند پیل کړي.

Related Articles

د ترهګرۍ ملاتړ: کابل نن د ټي ټي پي، القاعده او بي ايل اې په ګډون د شلو څخه زیاتو ترهګرو ډلو لپاره خوندي پناه‌ځای بلل کېږي

May 13, 2026

په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر مشهور شیعه عالم حسین داد شریفي وحشیانه تشدد یو ځل بیا په هېواد کې د مذهبي لږکیو د ناامنۍ حالت څرګند کړی دی

May 13, 2026

د پاکستان ولسمشر د کوهاټ هغه زړور وګړي لیاقت شهید لپاره د هېواد دویم ستر ملکي اعزاز ستارۀ شجاعت منظوري ورکړې ده، چې د ترهګرۍ لویه طرحه یې ناکامه کړې وه

May 13, 2026

چین له پاکستانه غوښتنه کړې چې د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب هڅې چټکې کړي او د هرمز تنګي د بحالۍ لپاره خپل رول لا فعال کړي

May 13, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *