تازه خبرونه

ژوب: سيکيورټي فورسز مهمه کارروائي، افغانستان نه د ترهه ګرو د داخليدو کوشش ناکامه، ۳۳ ترهه ګر وژلي شوي

پاک پوځ د ملک دښمنه عناصرو ناوړې عزائم خاورې کړيدي،د فتنه هند مرستيال ترهه ګرو په ضد به عمليات جاري وي،صدر ۔ وزيراعظم
ژوب: سيکيورټي فورسز مهمه کارروائي، افغانستان نه د ترهه ګرو د داخليدو کوشش ناکامه، ۳۳ ترهه ګر وژلي شوي

افغانستان نه پاکستان ته داخليدونکي ۳۳ ترهه ګر وژلي شوي

افغانستان نه د حملو او ترهه ګرۍ پيښې لپاره بلوچستان ته د شرخوښو د داخليدو لوئي کوشش ناکامه کړي شوېدے ، آئي ايس پي آر لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې د ژوب ضلعې په سمباړه علاقه کښې د افغانستان د طرف نه پاکستاني حدود ته ګڼ شمير د هند مرستيال ترهه ګرو د داخليدو کوشش کولو ولې سيکيورټي فورسز دوي راګهير کړي وو۔ د سيکيورټي فورسز فوري او موثره جوابي کارروائۍ دوران ۳۳ ترهه ګر وژلي شويدي ۔ د وژلي شوي ترهه ګرو نه لوئي شمير کښې وسله او چاودونکي مواد برآمد شويدي ۔ د دې پيښې وروسته هم سمباړه او خواؤ شا علاقو کښې د نورو ترهه ګرو د موجودګۍ پته لګولو لپاره سيکيورټي فورسز عمليات کړي وو۔

فتنه هند مرستيالو خلاف به کارروائي جاري وي،صدر ۔ وزيراعظم

صدر آصف علي زرداري،وزيراعظم شهبازشريف،داخله وزير محسن نقوي،د ټولو صوبو ګورنرانو او وزرائے اعلي په ژوب ضلع کښې د کالعدم ترهه ګرو خلاف د سيکيورټي فورسز د کامياب عملياتو ستائينه کړيده ،خپل بيانونو کښې صدر زرداري او وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د ترهه ګروعزائم ناکامه کولو باندې ټول قام د پاک پوځ اهلکارو په باتورې او مهارت وياړ کوي، د ملک دښمنه عناصرو کوشش ناکامه کول د سيکيورټي فورسز مهمه کاميابي ده چې څوک هم د پولې هغه اړخ نه د حملو په نيت پاکستان ته د داخليدو هڅه کوي هم دغه شان انجام به ئې وي ۔ صدر مملکت او وزيراعظم بيانونو ترمخه د هندمرستيال ترهه ګر به چرې هم خپل مقصدکښې کاميابيدو ته پرينږدو،ملک نه د ترهه ګرۍ ناسور د ختمولو لپاره ټول قام متحد دے هر حال کښې به د فتنه هند مرستيال ترهه ګرو خاتمه کوؤ ۔

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *