تازه خبرونه

پیښور کې د شپې ناوخته په کور کې اور لګیدلې، پینځه کسانو ژوند له لاسه ورکړې: ریسکیو ۱۱۲۲

د ریسکیو ۱۱۲۲ په وینا، له یاد کور څخه شپږ کسان را اوویستل شول چې په کې پينځه تنه مړه شول. د اور وژنې پر مهال د دو فائر فایټرز حالت هم خراب شول چې د درملنې لپاره لیډي ریډنګ روغتون ته وړل شوي دي
پیښور کې د شپې ناوخته په کور کې اور لګیدلې، پینځه کسانو ژوند له لاسه ورکړې: ریسکیو ۱۱۲۲

د پېښور ښار کوچی بازار جان امام بارګاه مخې ته په یوه کور کې د ګل او نهې تر منځ شپه کې اور ولګېدلو او د ریسکیو ۱۱۲۲ ډیرو هڅو ورسته په اور قابو اوموندل شوه

د خیبر پښتونخوا په مرکزي ښار پیښور کوچي بازار کې په یو کور د اور لګېدوغمجنه پیښه شوې چې له امله پينځه کسان مړه شوي دي

د سرچینو ترمخه د ریسکیو ۱۱۲۲ دوه اور وژونکي (فائر فایټرز) اهلکار چې په اوروژنه بوخت وو، د دوام داره هڅو کولو وروسته ی حالت خراب شو او د درملنې لپاره لیډي ریډنګ روغتون ته ولېږل شو

د سرچینو ترمخه تر اوږدې هڅې وروسته، ریسکیو ۱۱۲۲ اهلکار په اور باندې قابو راوستلو کې بریالی شول

د بشپړ تفصیلاتو ترمخه د پېښور ښار کوچی بازار جان امام بارګاه مخې ته په یوه کور کې د ګل او نهې تر منځ شپه کې اور ولګېدلو. د پولیسو په وینا اور دومره زیات او سخت وو چې په ټول کوراولګیدلو او له امله یې پنځه کسانو ژوند له لاسه ورکړ

د ریسکیو ۱۱۲۲ په وینا، له یاد کور څخه شپږ کسان را اوویستل شول چې په کې پينځه تنه مړه شول. د اور وژنې پر مهال د دو فائر فایټرز حالت هم خراب شول چې د درملنې لپاره لیډي ریډنګ روغتون ته وړل شوي دي

د سرچینو ترمخه د اور له امله ټپیان شوي کسان، چې روغتیایي حالت یې نازک ښودل شوې په لیډي ریډنګ روغتون کې تر درملنې لاندې دي

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *