تازه خبرونه

پولیو کمپاین کارکوونکو د ډبلیو ایچ او پالیسۍ پر ضد احتجاج کړې

د پولیو کمپاین کارکوونکو مشرانو اوویل چې مونږ له تېرو ۱۱ کلونو راهیسي د خیبر په څېر حساسو سیمو کې خپل ژوند په خطر کې اچولو سره د پولیو رنځ پر ضد مبارزه کړې ده

د ضلع خیبر په تحصیل جمرود کښې نن د ګل په ورځ د ضلع خیبر درې تحصیلونو باړه ، جمرود او لنډي کوتل په سلګونو شمیر کښې ښځینه او نارینه د پولیو کمپاین کارکوونکو د نړیوالې روغتیا ادارې ډي ډي ایم پالیسۍ پر ضد د تاریخي باب خیبر مخې ته احتجاج وکړو

د پولیو کمپاین کارکوونکي چې په احتجاج وو په خپلو لاسونو کښې پلې کارډونه او مونږ ته انصاف راکړو، د ډي ډي ایم پالیسي نامنظور ترسرټکي لاندې بینرونه ی اوچت کړي وو او د لوړ پوړه چارواکو ی غوښتنې کولې چې ددوی دا ستونزه دې هوار کړ

مظاهره کوونکو د نړیوال روغتیا ادارې ، ډبلیو ایچ او د ډي ډي ایم پالیسي په رد کولو سره اوویل چې دوی به د خپل حق لپاره خپل احتجاج ته دوام ورکړي

د پولیو کمپاین کارکوونکو مشرانو اوویل چې مونږ له تېرو ۱۱ کلونو راهیسي د خیبر په څېر حساسو سیمو کې خپل ژوند په خطر کې اچولو سره د پولیو رنځ پر ضد مبارزه کړې ده، او اوس ی مونږ سره ناانصافي پیل کړې ده

دوی غوښتنه وکړه چې د پولیو کمپاین زاړه اهلکار دې د پخوانۍ پالیسۍ له مخې بیا بحال کړل شي، او یا دې ورته د روغتیا په محکمه کې دایمي دندو موقع ورکړل شي

د پولیو کمپاین احتجاج کوونکو ګواښ وکړو ،ترڅو ددوی غوښتنې هوارې نه شی نو دوی به د باب خیبر مخې ته د خپل حق لپاره احتجاج ته دوام ورکړي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *