تازه خبرونه

پاکستان او متحده عرب امارات په دوه اړخیزو اړیکو قوي کولو او سرمایه کارۍ اتفاق کړې

پاکستان ته په رارسیدلو د متحده عرب اماراتو صدر تود هرکلې وشو او د وزیراعظم شهباز شریف ،مرستیال وزیراعظم اسحاق ډار او فیلډ مارشل عاصم منیر د یو اې اي صدر ته په هوایی ډګر ستړي مشي اوویل
د پاکستان فضايي ځواک جنګي الوتکې د متحده عربي امارات د ولسمشر الوتکې ته فضايي سلامي وړاندې کړه

وزیراعظم شهباز شریف سره په مهمه لیدنه کې د متحده عرب اماراتو صدر سره د دوه اړخیزه اړیکو په قوي کولو او سوداګریزو فعالیتونو ته وده ورکولو او سرمایه کاري کولو باندې غور وشو

اسلام‌اباد : د وزیراعظم شهباز شریف په رسمي بلنه د متحده عربي امارات ولسمشر شيخ محمد بن زايد النهيان پرون پاکستان ته راورسید،  د نوموړي د راتګ په مناسبت د شاندار او تاریخي هرکلي بشپړ چمتووالی نیول شوی و

د پاکستان هوايي حریم ته د داخلېدو سره سم د پاک فضايي ځواک جنګي الوتکو د اماراتي ولسمشر الوتکه په حفاظتي حصار کې واخیسته او فضايي سلامي يې ورکړه، چې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د ورورولۍ او درناوي څرګندونه کوي۔

د بهرنيو چارو وزارت ویاند ویلي، چې د متحده عربي امارات ولسمشر سره د وزیرانو او لوړپوړو چارواکو پر مشتمل یو لوړپوړی پلاوی هم پاکستان ته راغلی دی. د دې دورې پر مهال به د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو، سيمه‌ييزو او نړیوالو مهمو موضوعاتو، او د ګډو ګټو پر چارو هر اړخیز بحثونه وشو

ویاند زياته کړه، چې د شيخ محمد بن زايد دا سفر د پاکستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د اوږدمهاله، ورورولۍ پر بنسټ ولاړو او تاریخي اړیکو څرګندونه کوي. دا سفر به په ځانګړي ډول سوداګرۍ، پانګونې، انرژۍ، پرمختيايي همکاریو او سيمه‌ييز ثبات ته نوره هم وده ورکړي

 د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف او محمد بن زید النهیان مهمه لیدنه

وزیراعظم شهباز شریف د متحده عربي اماراتو له ولسمشر شیخ محمد بن زاید النهیان سره ولیدل

په دې مهمه لیدنه کې  د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو لا ډېره پیاوړتیا تر بحث لاندې ونیول شوه

د دې ملاقات په اړه په خپور شوي اعلامیه کې ویل شوي چې د دواړو هېوادونو تر منځ په بېلابېلو برخو کې د همکاریو د لا زیاتولو په اړه سلا مشورې وشوې

اعلامیه زیاتوي چې د شیخ محمد بن زاید النهیان د یو اې اي صدر په توګه پاکستان ته لومړی رسمي سفر و.

یاد یادونه وشی چې د د اماراتو د صدر  هرکلی وزیراعظم شهباز شریف ، مرستیال وزیراعظم اسحاق ډرا او فیلډ مارشل عاصم منیر وکړ، د یو اې اي صدر سره د متحده عرب اماراتو یو لوړپوړی پلاوی هم مل و. په لیدنه کې د پاکستان وزیراعظم او د متحده عرب اماراتو ولسمشر د بېلابېلو برخو کې د اړیکو او همکارۍ د پراخولو امکاناتو، پانګونې، انرژۍ، معلوماتي ټکنالوژۍ او نورو برخو کې د همکارۍ د زیاتولو پر اهمیت غور وکړ

سیمه ایز ثبات په اړه  د همکارۍ کولو ژمنه

اعلامیې له مخې، دواړو د  هیوادونو مشرانو د سیمې او نړیوالو مسلو او شخړو  پر مهمو حالاتو هم ټینګار وکړ. دواړو هیوادونو مشرانو  په یو شمیر مهمو  موضوعاتو او  نږدې اړیکې ساتلو هوډ تازه کړ او د دوه‌اړخیزو اړیکو پر مثبت پرمختګ یې د قناعت او اطمینان څرګندونه وکړه

د اعلامیی ترمخه  دواړو هېوادونو د سولې، ثبات او دوامدار پرمختګ د ګډو موخو د ترلاسه کولو لپاره د ګډ کار د دوام ژمنه هم تکرار کړه

د وزیراعظم دفتر په وینا، د متحده عرب اماراتو صد  شیخ محمد بن زید النهیان د پاکستان یوه ورځ  سفر تر بشپړ کیدو وروسته  بېرته خپل هیواد ته ستون شو

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *