تازه خبرونه

منځني ختیځ : ولسمشر ټرمپ د ایران پر احتمالي برید د ۱۰ ورځو د ځنډولو اعلان کړی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران په غوښتنه د انرژۍ پر تاسیساتو د بریدونو لړۍ د ۲۰۲۶ د اپریل تر ۶مې نېټې پورې ځنډولې ده. ویل کېږي چې په واشنګټن کې د پاکستاني سفیر رضوان سعید شیخ فعاله سفارت‌کاري او د اسلام‌آباد منځګړیتوب د منځني ختیځ په کړکېچ کې د جګړې د خطر د کمېدو لامل ګرځېدلی دی
د ټرمپ له خوا د ایران سره د مثبتو مذاکراتو ادعا او د بریدونو د ۱۰ ورځو ځنډ، چې د پاکستان د منځګړیتوب او د سفیر رضوان سعید شیخ د نړیوالو اړیکو له هڅو سره تړاو ورکول کېږي

د ټرمپ له خوا د ایران سره د مثبتو مذاکراتو ادعا او د بریدونو د ۱۰ ورځو ځنډ، چې د پاکستان د منځګړیتوب او د سفیر رضوان سعید شیخ د نړیوالو اړیکو له هڅو سره تړاو ورکول کېږي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د منځني ختیځ د روان سخت کړکېچ د کمولو او د سفارتکارۍ ته د یوې بلې چانس ورکولو په موخه د ایران د انرژۍ پر تاسیساتو د احتمالي بریدونو لړۍ د ۲۰۲۶ د اپریل تر ۶مې نېټې، د شپې ۸ بجې (مشرقي وخت) پورې ځنډولې ده دا اقدام په نړیواله کچه د جګړې د خطر د مخنیوي لپاره یوه جدي هڅه او په اسلام‌آباد کې د روانو پاکستاني سفارتي هڅو لویه بریا بلل کېږي.

د ایران غوښتنه

ولسمشر ټرمپ په خپل وروستي بیان کې ویلي چې د ایران د حکومت د رسمي غوښتنې پر اساس یې د انرژۍ پر پلانټونو د ویجاړۍ عمل وځنډاوه د هغه په وینا، دا مهلت د دې لپاره ورکړل شوی چې د مذاکراتو بهیر تر پایلې ورسېږي. هغه د رسنیو هغه اوازې او “جعلي خبرونه” رد کړل او وویل چې له ایران سره شاته پرده خبرې مثبت لوري ته روانې دي او ژر به پایلې ولري.

د پاکستان سفارتکاري

په همدې حال کې په واشنګټن کې د پاکستان سفیر رضوان سعید شیخ په دې مهم پړاو کې ډېر فعال لیدل کېږي. هغه له نړیوالو مشرانو سره دوامداره اړیکې لري او هغوی ته په سیمه کې د ثبات لپاره د پاکستان د مهم رول په اړه معلومات ورکوي د سفارتي سرچینو په وینا، نوموړي په واشنګټن کې په مهمو غونډو کې د پاکستان بې‌طرفه منځګړیتوب او د سولې هڅې په مؤثر ډول وړاندې کړې دي، چې د امریکا ادارې له لوري یې هم ستاینه شوې ده

د نړیوالو خبرو اترو مرکز

دا پرمختګ په داسې وخت کې رامنځته شوی چې پاکستان، امریکا او ایران د مستقیمو خبرو د کوربه‌توب لپاره هڅې کوي. شنونکي وایي د ټرمپ لخوا د بریدونو ځنډول د اسلام‌آباد د لوړپوړو سفارتي هڅو نتیجه ده. د کارپوهانو په وینا، د پاکستان منځګړیتوب نه یوازې منځنی ختیځ له یوې لویې تباهۍ ژغورلی شي، بلکې د نړیوالې کچې پر وړاندې د پاکستان سفارتي حیثیت هم زیاتولی شي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *