تازه خبرونه

لنډي کوتل د نشه ی توکو سمګلنګ پر ضد عملیات چټک شوي دي

ځایی خلکو د ضلع خیبر پولیسو ستاینه کړې ده چې د نشه ی توکو په دنده کې ککړ کسانو پر ضد قانوني اقدامات کوي
د لنډي کوتل ځایی اولس د لنډي کوتل پولیس څخه غوښتنه کوي چې د نشه ی توکو دنده کوونکو پر ضد سخت اقدام وکړي

د لنډي کوتل ځایی اولس د لنډي کوتل پولیس څخه غوښتنه کوي چې د نشه ی توکو دنده کوونکو پر ضد سخت اقدام وکړي


پاک افغان پوله تورخم سره نزدې په دې وروستیو کې د لنډي کوتل په سیمه کې پولیسو د نشه ی توکو قاچاق کوونکو پر ضد اقدامات چټک کړي دي د پولیس ترمخه د ضلع خیبر د پولیسو مشر په ځانګړې لارښوونه د لنډي کوتل ایس ایچ او زاهد الله په مشرۍ کې ایډیشنل ایس ایچ او حضرت حسین د لنډي کوتل په دلخاد سیمه کې ناکه بندي وکړه او یو شکمن تن ی ونیول، د پولیسو ترمخه شکمن تن څخه ی ۹۸۶ د نشې ګولۍ ایکسټیسي برامد کړې.

پولیس وایی چې نیول شوې تن ی د لنډي کوتل پولیس سټیشن ته استولې او نورې پلټني ترې پیل شوي دي ، د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د ضلع خیبر په تحصیل لنډي کوتل ، جمرود او باړه کې پولیسو د نشه ی توکو دنده کوونکو پر ضد اقدامات چټک کړي دي او په زیات شمیر کې نشه ی توکه ی په خپله قبضه کې اخستي او یو شمیر د نشه ی توکو کاروبار کې ککړ کسان ی زنداني کړي دي.

ځایی مشرانو او د خیبرښیګړې سازمانونونمایندګانو د ضلع خیبر پولیسو د نشه ی توکو په کاروبار کې ککړو کسانو پر ضد دا اقدام ستایلې دې او غوښتنه ی کړې ده چې د نشه ی توکو په ناوړه کاروبار کې نورو ککړو کسانو پر ضد دې هم سخته قانوني کاروایی وشي ترڅو دا ناوړه کار له ټولنې څخه ختم کړي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *