د طالبانو وياند د اپرېل په ۲مه نېټه په خپل ایکس (پخواني ټويټر) حساب کې ادعا کړې چې د پاکستاني پوځ له لوري د افغانستان په ختيځو ولايتونو ترسره شويو بريدونو کې ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده، خو پاکستاني چارواکو دا ادعاوې رد کړې دي
د طالبانو د څرګندونو له مخې، له تېرو دوو ورځو راهيسې د کونړ، پکتيکا او خوست ولايتونو پر بېلابېلو سيمو د هاوان، راکټ او ډرون بريدونه شوي، چې په ترڅ کې يې ۲۵ ملکي وګړي، چې زياتره يې ماشومان دي، ټپيان شوي او ۲ ماشومان وژل شوي دي
له تېرې ورځې راهیسې په پرلپسې توګه د پاکستان د پوځي رژیم لخوا پر کنړ، پکتیکا او خوست ولایتونو هاوانونه، توغندۍ او د ډرون بریدونه تر سره شوي چې په نتیجه کې یې زموږ ۲۵ ملکي هیوادوال چې اکثریت یې ماشومان دي ټپیان او ۲تنه شهیدان شوي.
— Hamdullah Fitratحمدالله فطرت (@FitratHamd) April 2, 2026
د کنړ ولایت سرکاڼو او منورې ولسوالیو باندې ۱۵۵ د… pic.twitter.com/lZjXizrjZY
په بيان کې ويل شوي چې د کونړ ولايت د سرکانو او منوګي ولسواليو پر سيمو لسګونه د توپچي مرمۍ لګېدلې، چې له امله يې ماشومانو ته زيان اوښتی او يو موټر هم له منځه تللی دی. همداراز ادعا شوې چې په ځينو سيمو کې ۸ ماشومان ټپيان او ۲ نور وژل شوي دي.
طالبانو همداراز ويلي چې په پکتيکا ولايت کې د ډرون بريد له امله ۳ ملکي وګړي ټپيان شوي او په خوست ولايت کې هم د يو بل ډرون بريد په ترڅ کې دوه تنه ټپيان شوي دي.
خو پاکستاني چارواکو دا ادعاوې رد کړې او ويلي يې دي چې د دوی پوځي عمليات يوازې د وسلهوالو پر ضد ترسره کېږي او ملکي وګړي په نښه نه کوي