تازه خبرونه

 د پاکستان قامی د صحت محکمه: په ټول هېواد کې د موسمي فلو پېښې  د  درې لکه  څخه زیاتې شوي

د صحت محکمې ، این ایی ایچ په وینا ، انفلوئنزا اې نوې جینیاتي بڼه راڅرګنده شوې بایید خلق احتیاط ورکړی
د پاکستان صحت قامې محکمې اولس ته ځانګړې سپارښتنه کړې چې په داسې وخت کې ډیر زیات احتیاط وکړي

قامی د صحت اداری اولس ته د احتیاطي تدابیرو د خپلولو سپارښتنه کړې او ویلي یې دي چې د ټوخې، تبه، د ستوني درد او د ساه اخیستلو ستونزې په صورت کې باید سمدستي ډاکټر ته ځان ورسوي

اسلام‌اباد :  د نیشنل انسټیټیوټ آف هېلتهه  له‌خوا په ټول هېواد کې د موسمي فلو او ساه د  ناروغیو د زیاتوالي له امله ټولو صوبایي او ضلعی د صحت محکمو ، د صحت افسرانو او مېډیکل ډایرېکټرانو ته د فلو د مخنیوي، کنټرول او درملنې په اړه ځانګړې سپارښتنې جاري شوې دي

 ان ایی ایچ وایی چې د انفلوئنزا اې  او بي   جرثومو  له امله رامنځته شوی د ساه  ناروغي هر کال وبایي بڼه خپریږی  او  په روان موسم کې د انفلوئنزا اې A یوه نوې جینیاتي بڼه (سب‌کلېډ) په نړیواله کچه راڅرګنده شوې، چې اغېزې یې په پاکستان کې هم لیدل کېږي

د ادارې په وینا، په هېواد کې د انفلوئنزا  د ناروغیو او سختو تنفسي  اثراتو  پېښې په څرګند ډول زیاتې شوې دي

په رپورټ کی ویلی شوی چی  ایپیډیمیالوجیکل اونۍ پورې په ټول هېواد کې درې  لکه څلویښت زره، اته سوه او شپږ پنځوس مشکوک پېښې رجسټرډ  شوې، چې له دې څخه په دولس سلنه نمونو کې د ایچ ۳ این ۲ انفلوئنزا وایرس موندلی شوی دي

قامی د صحت اداری  اولس ته د احتیاطي تدابیرو د  خپلولو سپارښتنه کړې او ویلي یې دي چې د ټوخې، تبه، د ستوني درد او د ساه اخیستلو ستونزې په صورت کې باید سمدستي ډاکټر ته ځان ورسوي

 په ځانګړي ډول حساس ډلې لکه مشران ، ماشومان، امېندوارې ښځې او هغه کسان چې د اوږدمهالو ناروغیو سره مخ دي، باید لا ډېر احتیاط وکړي

په مشاورتی خبرتیا کې روغتیايي ادارو ته لارښوونه شوې چې د فلو د مشکوکو ناروغانو پر وخت تشخیص، راپور ورکول او نارغیو د کنټرول تدابیر باوري کړي، تر څو د ناروغۍ د لا خپرېدو مخه ونیول شي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *