تازه خبرونه

د وادي تیراه اپریشن په اړه د صوبایی حکومت دعوي ناسمې دي

دفاع وزیر خواجه آصف هم په خبري غونډه کې ویلي دي چې وفاق په وادي تیراه کې د پوځي اپریشن په اړه کومه اعلامیه نه ده خپره کړې
د خیبر پښتوخوا حکومت په خپله له وادي تیراه څخه د خلکو کډه کیدل موقتي او په خپله رضا نقل مکاني بللې وه

د خیبر پښتوخوا حکومت په خپله له وادي تیراه څخه د خلکو کډه کیدل موقتي او په خپله رضا نقل مکاني بللې وه

په داسې وخت کې چې د خیبر پښتونخوا حکومت د وادي تیراه متاثرینو لپاره ۴ څلور اربه روپۍ فنډ هم جاري کړې ،صوبایی اداره پر وفاق پړه اچوي چې د پوځ د پریکړه له امله له تیراه څخه ځایی اولس کډه کول پیل کړي دي خو ددوی دا دعوي ناسمې دي ، د ځایی سرچینو ترمخه دا د کلونو راهیسي د وادي تیراه خلکو عام تګلاره ده چې د ژمي په موسم کې له تیراه څخه لاندې سیمو ته کډه کیږي ځکه په وادي تیراه کې په دې ورځو کې سخته واوره کیږي
بل لوري ته تیراه سیمه ۷۵۰۰ فوټه لوړوالې لري نو بیا په دې ژمې کې په دې سیمه کې ژوند سخت وی او خلک د ضلع خیبر ټیټو پرتو سیمو ته راځي ، د ځایی خلکو ترمخه د ژمي په موسم کې په دې سیمه کې بشپړه توګه واوره کیږي او هېڅ کورنۍ نشي کولی هلته د سخت ژمي پر مهال ژوند ته دوام ورکړي نو دوی ښکته سیمو ته تګ یو مجبوري وي چې راشي.

د چارواکو ترمخه دا مهال په تیراه کې هېڅ ډول پوځي عملیات نه دي روان. پوځ په رسمي توګه د کوم عملیات اعلان نه دی کړی، د چارواکو ترمخه له وفاق لوري هیڅ داسې کومه اعلامیه نه ده خپره شوې چې په وادي تیراه کې به اپریشن کیږي ، ترمخه د خیبر پښتونخوا حکومت پخپله دا تګ راتګ “موقتي او په خپله خوښه بللی دی او د خلکو بې کوره کیدل هیڅ په زور زیاتي باندي نه دي ترسره شوي.

بل لوري ته د چارواکو ترمخه د ژمی موسمو د عملیاتو موسم نه ګڼل کېږي. کله چې عام خلک د موسم له امله سیمه پرېږدي، وسله وال عناصر هم سیمه خالي کوي او هېڅوک په یخو او تشو غرونو کې نه پاتې کېږي د چارواکو ترمخه کومې ستونزې چې د وادي تیراه خلکو ته پېښې شوې، هغه د ملکي ادارو د کمزوري پلان جوړونې او خراب مدیریت له امله وې، نه دا چې څوک ی په زور بې‌کوره کړي دي.

دلته دا هم مهمه ده او باید چې یادونه وشی چې د خیبر پښتونخوا حکومت د وادي تیراه متاثرینو لپاره ۴ اربه روپیو د مرستې اعلان کړی و، خو د ثبت محدود مرکزونه او د کارکوونکو کمښت د اوږدو قطارونو او ټرافیکي بندښت سبب شول، چې خلکو ته یې زیات تکلیف ور واړول د چارواکو ترمخه عادي موسمي کډوالي د خراب انتظامي مدیریت او ناسمې بیانیې جوړولو له امله د بحران په بڼه وړاندې شوه چې وفاقي حکومت بدنام کړي دلته باید دې خبرې او ټکي ته هم پاملرنه وشی چې د مرستندویه کېمپونو اړتیا ځکه نه وه، چې ډېری کورنۍ په باړه او شاوخوا ټیټو سیمو کې خپل کورونه او د اوسېدو ځایونه لري ، چیرته چې په ژمې کې هم دا کورنۍ پاتې کیږي دلته ددې خبرې هم باید چې یادونه وشی چې نن د دفاع وزیر خواجه محمد آصف هم خبرې غونډې ته اوویل چې د وادي تیراه اپریشن په اړه دوی کومه اعلامیه نه وه جاري کړې او دا د خیبرپښتونخوا حکومت ذمه واري وه او وس دوی د خپلې ناکامۍ پټولو لپاره حکومت بدناموي دا هم باید یادونه وشی چې خواجه آصف وویل چې د دسمبر په ۱۱مه د کډوالۍ په اړه یوه جرګه ترسره شوه، چې پکې د ناقانونه ګرځول شوې ترهګرې ډلې تحریک طالبان پاکستان غړي هم موجود وو۔ نوموړي وویل چې په دې جرګه کې د نقل مکانۍ په اړه له ۲۴ تر ۳۶ پورې ټکي شامل وو ، هغه زیاته کړه چې ټي ټي پي له صوبایي حکومت سره د ۴ اربه روپیو د کډوالۍ مرستندویه پیکج په اړه خبرې اترې وکړې، چې وروسته دغه پیکج منظور هم کړای شو

Related Articles

د برید پر مهال د افغانستان د پخواني ملي بیرغ ښکاره کېدل د دې نښه ګڼل کېږي چې دا ډله د طالبانو د اوسني حکومت له پالیسیو او له هند سره د هغوی له مخ په زیاتېدونکو اړیکو سخت ناراضه ده

April 22, 2026

د ملا متصم د نیولو په اړه راپورونه ښيي چې طالبانو په لومړي سر کې دا خبر رد کړ، خو وروسته څرګنده شوه چې هغه د لوړپوړو مشرانو په مستقیم امر نیول شوی و

April 22, 2026

د برهما چیلاڼي نظریه رد شوه؛ د پاکستان او ایران اټومي پرتله ناقصه بلل شوې، او د هند نړیوال استثناوې تر پوښتنې لاندې دي

April 22, 2026

له پاکستانه د غیر قانوني افغانانو ستنېدنه روانه؛ چارواکي وایي نړیوالو قوانینو لاندې، له څلورو لسیزو وروسته منظم او پړاويز بهیر عملي کېږي

April 22, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *