تازه خبرونه

د هیواد نورو برخو په شان نن لنډي کوتل کې هم کرسمس نمانځلې شي

لنډي کوتل کې هم عیسایان نن په ۲۵م دسمبر خپل مذهبي جشن کرسمس په مذهبي جوش او جذبې سره لمانځي
نن په ټوله نړۍ کې، د پاکستان په شمول کرسمس نمانځلې شي

د ضلع خیبر عیسایانوکمیونیټي مشر ارشد مسیح له ټولو حکومتي چارواکو څخه ځانګړې مننه کړې چې عیسایانو سره ی مرسته وکړه او د کرسمس مراسم لمانځلو لپاره ی غونډې راجوړې کړې

لنډي کوتل: د ملک نورو برخو په شان نن پاک افغان پوله ترخم سره نزدې په قبایلي سیمه لنډي کوتل کې هم عیسایی کمیونیټي خپل مذهبي جشن ، کرسمس په مذهبي جوش او جذبې سره لمانځي

 پرون هم په لنډي کوتل تحصیل کې د عیسایی برادرۍ مشرانو او ځوانانو په یو شمیر غونډو کې ګډون وکړو کومې چې د کرسمس په تړاو تابیا شوې وې

په دې غونډو کې دوی مذهبي مراسم ادا کړل او په هیواد کې ی د تل پاتې سولې او امن لپاره دعاګانې هم وکړې

د مسیحي ،عیسایی برادري ټولو مشرانو او ځوانانو  د کرسمس په مناسبت مراسمو نمانځلو لپاره د مرستو کولو لپاره د  چیف سیکرټرۍ، ډپټي کمشنر خیبر، ډي پي او، د سوشل ویلفیر محکمې ، اسسټنټ کمشنر او ټولو هغو کسانو څخه ځانګړې مننه وکړه چې د کرسمس په مراسمو او پروګرامونو کې یې دوی سره  مرسته او همکاري کړې ده.

پرون د کرسمس په مناسبت جوړو شويو غونډو کې د مسیح برادرۍ مشرانو او ځوانانو  د کرسمس کیک هم پرې کړو

مهمه ده چې یادونه وشی چې په یوه دستوره کې ملک ارشد مسیح، چې د خیبر ضلعې د کرسچن کمیونټۍ چیئرمین او د لنډیکوتل تحصیل کونسل غړې هم دې ، ګډون وکړو او کیک ی پرې کړو

 هغه اوویل چې کرسمس د خوشحالۍ ، امن او یو والي پیغام ورکوي

د ضلع خیبر عیسایانو کمیونیټي مشر ملک ارشد مسیح د کرسمس په موقع کیک پرې کوي

Related Articles

د نيوکو سره سره اسلام‌اباد وايي، اصلي موخه د خبرو دوام او د تاوتريخوالي مخنيوی دی، نه ژر او ظاهري پايلې

April 22, 2026

د برید پر مهال د افغانستان د پخواني ملي بیرغ ښکاره کېدل د دې نښه ګڼل کېږي چې دا ډله د طالبانو د اوسني حکومت له پالیسیو او له هند سره د هغوی له مخ په زیاتېدونکو اړیکو سخت ناراضه ده

April 22, 2026

د ملا متصم د نیولو په اړه راپورونه ښيي چې طالبانو په لومړي سر کې دا خبر رد کړ، خو وروسته څرګنده شوه چې هغه د لوړپوړو مشرانو په مستقیم امر نیول شوی و

April 22, 2026

د برهما چیلاڼي نظریه رد شوه؛ د پاکستان او ایران اټومي پرتله ناقصه بلل شوې، او د هند نړیوال استثناوې تر پوښتنې لاندې دي

April 22, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *