تازه خبرونه

د صومالي لینډ په رسمي توګه پیژندنه: نن د ملګرو ملتونو مهمه غونډه ده

د اسرائیلو له‌خوا د صومالی‌لینډ په رسمیت پېژندنې نړیوال غبرګونونه یې راپارولي، صومالیا د امنیت شورا د بېړنۍ ناستې غوښتنه کړې
د ملګرو ملتونو د مرکزي دفتر غونډې فایل فوټو

فایل فوټو: د نیویارک په ملګرو ملتونو مرکزي دفتر کې د امنیت شورا غونډه، چې د نړیوالو کړکېچونو پر موضوعاتو بحث کوي

 د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن  د دوشنبې په ورځ، د ۲۰۲۵ کال د دسمبر پر ۲۹مه، د اسرائیلو له‌خوا د صومالی‌لینډ د رسمیت پېژندنې په اړه بېړنۍ غونډه ترسره کړي

 دا غونډه وروسته له هغه را بلل شوې چې اسرائیلو د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د صومالي لینډ سیمه  یې د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت پېژندلې ده

له دې بیان وروسته پراخ نړیوال غبرګونونه راوپاریدل او د یو شمیر هیوادونو له لوري د اسرایل  لوري دد پیژندې په کلکو ټکو کې غندنه وشوه

صومالیا د دې بېړنۍ ناستې غوښتنه کړې، او دا موضوع ځکه هم ځانګړې اهمیت لري چې صومالیا به د ۲۰۲۶ کال له جنورۍ څخه د امنیت شورا مشري پر غاړه واخلي، چې د دې مسئلې سیاسي وزن نور هم زیاتوي

اسرائیل لومړنی د ملګرو ملتونو غړی هېواد شو چې په رسمي ډول یې صومالی‌لینډ د یوه خپلواک هېواد په توګه وپېژانده. صومالی‌لینډ په ۱۹۹۱ کال کې له صومالیا د خپلواکۍ اعلان کړی و، خو تر اوسه یې نړیوال رسمیت نه دی ترلاسه کړی او ډېری هېوادونه لا هم دا سیمه د سومالیا برخه ګڼي.

د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو ویلي چې اسرائیل او صومالی‌لینډ به د کرکیلی او اقتصادي پراختیا په برخو کې ګډې همکارۍ پر مخ یوسي. د ملګرو ملتونو لپاره د اسرائیلو سفیر داني دانن هم ویلي چې د دې پرېکړې په ترڅ کې به سفارتونه پرانیستل شي او سفیران به وټاکل شي

هغه زیاته کړه چې اسرائیل به مسؤولانه چلند وکړي او له هغو شریکانو سره به کار ته دوام ورکړي چې د دوی په وینا د سیمې د ثبات ملاتړ کوي

دغه ګام په افریقا او منځني ختیځ کې له سختو غبرګونونو سره مخ شوی دی. له شلو څخه زیاتو هېوادونو، د اسلامي همکاریو سازمان او ایی سې او د افریقايي ټولنې افریقایی یونین په ګډون، د اسرائیلو دا پرېکړه غندلې ده

پاکستان او ترکیې هم د دې پېژندنې مخالفت کړی او دا یې د صومالیا د حاکمیت ښکاره سرغړونه بللې ده

دیپلوماتان تمه لري چې د امنیت شورا ګڼ غړي هېوادونه به د بېړنۍ غونډې پر مهال پر اسرائیلو نیوکې وکړي، ځکه چې د افریقا د ښکر او د سره سمندر په سیمه کې د ثبات په اړه اندېښنې ورځ تر بلې زیاتېږي

نورخبرونه: د اسرایل لوري صومالي لینډ په رسمیت پیژندلو اعلان: پاکستان ی غندنه کړې

Related Articles

د طالبانو بیانونه د داخلي ناکامیو نه د پام اړولو هڅه ده، د پاکستان ضد دریځ د سیمې سولې ته زیان رسوي

April 23, 2026

جعلي پلېټفارم دروغ خبر خپور کړی، د ولسمشر د ناروغۍ او د پوځ د فشار دعوه شوې

April 23, 2026

د ډیورنډ کرښې په اړه د افغان مشرانو په دودیز دریځ کې لوی بدلون راغلی؛ د سختدریځو له مخالفت سره سره دوستم، محمد محقق او د هزاره ټولنې ځینو برخو سرحد د نړیوال واقعیت په توګه منلی دی

April 23, 2026

دومې ادعا ناسمه ده؛ پاکستان اقتصاد وده کړې، پانګونه ۲۰٪ لوړه شوې او ترسیلات ۳۵ میلیارده ډالرو ریکارډ ته رسېدلي دي

April 23, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *