تازه خبرونه

د امریکا ټرمپ سرکار له هند مودي سرکار څخه سخت مایوسه دې

پوهان وایی چې یو اړخ ته هند له امریکا لوري سختو نیوکو سره مخ دې او بل لوري پاکستان هند ته په سفارتي او د جنګ په میدان کښې ماتې ورکړې ده
د امریکا ټرمپ سرکار له هند مودي سرکار څخه سخت مایوسه دې

ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جولای پر ۱۴مه د هغو هېوادونو لپاره چې له روس نه تېل اخلي، د ۱۰۰٪ ګمرکي محصولاتو لګولو ګواښ کړی وو

د امریکا او مودي حکومت ترمینځ د تاوتریخوالي او خفګان بنیادي لامل د مودي حکومت هغه پالیسۍ دي چې د امریکا سرکار د خفګان او مایوسۍ سبب جوړې شوي دي.

د رسنیو راپورونو ترمخه روس نه د تیلو اخستلو په وجه د ټرمپ حکومت د مودي حکومت څخه سخته خفا او مایوسه ده.

د امریکا د خزانې وزیر په یو مرکه کې ویلي، هند له روس نه تېل اخلي او بیا یې د تصفیې شویو تېلو یعني د ریفاینډ آئل په بڼه پلوري، خو هند ځان داسې یو هېواد نه دی ثابت کړی چې نړیوال کردار ولري..

بیسینټ د یوه پوښتنې په ځواب کې ویلي چې “د ولسمشر ډونلډ ټرمپ او زمونږ ټول ټیم له هند نه ناامیده دې، مونږ ته نه ده معلومه چې له هند سره به د سوداګرۍ تړون څه شکل ولري، دا هر څه به د هند په رویې پورې اړه ولري.

دلته د یوې مهمې خبرې ته باید اشاره وشي چې د پوهانو ترمخه یو اړخ ته هند له امریکا لوري سختو نیوکو سره مخ دې، ټرمپ په هند ټیکسونه لګوي او شرکتونه ی بندوي او بل لوري پاکستان هند ته په سفارتي او د جنګ په میدان کښې ماتې ورکړې ده.

دا هم باید یاده شي چې له دې وړاندې د امریکا ولسمشر ټرمپ له خوا د روسي تېلو اخیستونکو ته د سختو ګواښونو وروسته، د هند دولتي تیل تصفیه کوونکو شرکتونو د روسي تېلو اخېستل بند کړي وو..

د خبري آژانسونو له مخې، هند د نړۍ درېیم لوی د تېلو واردوونکی هېواد دی، او همدا راز د روس له خوا د سمندر له لارې صادرېدونکي خام تېلو تر ټولو ستر پېرودونکی هم دی.

ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جولای پر ۱۴مه د هغو هېوادونو لپاره چې له روس نه تېل اخلي، د ۱۰۰٪ ګمرکي محصولاتو لګولو ګواښ کړی وو.

دلته ددې خبرې هم باید یادونه وشي چې څو ورځې وړاندې هم ټرمپ د هند په هغه ۶ شپږو شرکتونو بندیز ولګولو چې له روس څخه تیل اخلي.

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *