تازه خبرونه

د امریکا راپور: په افغانستان او هندوستان کې د مذهبي آزادۍ وضعیت جدي دی

د کمېشن په وینا، د طالبانو له واکمنۍ وروسته د ښځو په تعلیم، کار او عامه ژوند کې محدودیتونه لګول شوي، چې له امله یې په هېواد کې د بشري حقونو وضعیت نړیواله اندېښنه راپارولې ده
د طالبانو له واکمنۍ وروسته د ښځو تعلیم، کار او عامه ژوند محدود شوی، چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت نړیواله اندېښنه راپارولې ده

د طالبانو له واکمنۍ وروسته د ښځو تعلیم، کار او عامه ژوند محدود شوی، چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت نړیواله اندېښنه راپارولې ده

نړیوالو مذهبي آزادیو کمېشن

د امریکې د نړیوالو مذهبي آزادیو کمېشن لخوا د مارچ دوه زره شپږويشتم کال لپاره خپره شوې کلنۍ راپور کې نولس هېوادونه د مذهبي آزادۍ په برخه کې د ځانګړې اندېښنې وړ هېوادونو په توګه ښودل شوي دي. په دې لړ کې افغانستان، هندوستان او پاکستان هم شامل دي. د کمېشن په وینا، په دې هېوادونو کې حکومتونه یا د مذهبي آزادۍ جدي سرغړونې کوي، یا هغه اقدامات زغمي چې د مذهبي آزادۍ او عقیدې د حق د زیان سبب ګرځي

په راپور کې افغانستان د ښځو د حقونو او د طالبانو د حکومت ځینو اقداماتو له امله په نقد کې نیول شوی دی. د کمېشن په وینا، د طالبانو له واکمنۍ وروسته د ښځو په تعلیم، کار او عامه ژوند کې ګډون باندې مختلف محدودیتونه ولګول شول، چې له امله یې په هېواد کې د بشري حقونو وضعیت په نړیواله کچه د دوامداره اندېښنې وړ ګرځېدلی دی

راپور کې دا هم ویل شوي چې په افغانستان کې د مذهبي لږکیو د ساتنې او بنسټیزو آزادۍو په برخه کې لا زیات اقدامات اړین دي

مذهبي آزادۍ

د هندوستان په اړه، کمېشن څرګنده کړې چې په تیرو کلونو کې د مذهبي آزادۍ او لږکیو د حقونو په اړه اندېښنې زیاته شوې دي. راپور کې ویل شوي چې په ځینو ایالتونو کې د دین د بدلولو په اړه قوانین سخت شوي، او د لږکیو پر وړاندې د تاوتریخوالي او ډله ییزو حملو پېښې ثبت شوي دي. کمېشن د هند د هندو قومپرست سازمان آر ایس ایس او د هند د بهرني استخباراتي ادارې په رول هم پوښتنې راپورته کړي او وړاندیز یې کړی چې د دوی پر وړاندې د هدفمند محدودیتونو غور وشي. برسېره پر دې، امریکا ته مشوره ورکړل شوې چې د هند سره د وسلو پلور او سوداګریزو اړیکو په تړاو د مذهبي آزادۍ د ښه والي شرطونه په پام کې ونیسي

پاکستان په اړه راپور

د پاکستان په اړه راپور کې د توهین د مذہب قوانینو، د لږکیو د ساتنې او د افغان کډوالو د بیرته ستنېدو په اړه اندېښنې یادې شوي دي. خو د پاکستان چارواکي وايي چې د هېواد اساسي قانون ټولو وګړو ته د مذهبي آزادۍ او بنسټیزو حقونو ضمانت ورکوي او د لږکیو د ساتنې لپاره بېلابېل قانوني او ادارې اقدامات شوي دي. د حکومتي سرچینو په وینا، د توهین د مذهبي قوانینو موخه د مذهبي همغږۍ او ټولنیز امن ساتل دي، او د دغو قوانینو د ناوړه استعمال د مخنیوي لپاره عدلي څارنه او قانوني میکانیزمونه شته دي

افغان کډوال

د افغان کډوالو د وطن ستنېدو په اړه هم پاکستان ویلي چې هېواد یې د تېرو څلورو لسیزو راهیسې د میلیونونو افغان کډوالو کوربه دی. د رسمي اټکلونو له مخې، اوس هم شاوخوا درې میلیونه افغانان په پاکستان کې په مختلفو ډولونو میشت دي، چې پکې د راجستر شوو کډوالو سربېره غیرقانوني میشت کسان هم شامل دي. چارواکي وايي، د غیرقانوني مهاجرینو ستنه د یو خپلواکه دولت قانوني حق دی او د نړۍ ډیری هېوادونه هم د خپلو کډوالۍ پالیسیو له مخې همداسې عمل کوي. د بیلګې په توګه امریکا او اروپایي هېوادونه هم د غیرقانوني میشتو کسانو د ستنېدو یا بې هېوادۍ اقدامات کړي دي

ماهرین وايي چې پاکستان د تېرو څو لسیزو په ترڅ کې د افغان کډوالو په کوربه توب کې مهم رول لوبولی او د ملګرو ملتونو په ګډون ګڼو نړیوالو ادارو د پاکستان هڅې په دې برخه کې ستایلي دي. حکومتي سرچینې وايي چې د کډوالو د ستنېدو بهیر تدریجي او د بشردوستانه اصولو پر اساس روان دی او پکې د نړیوالو ادارو همکاري شامله ده

تجزیه کاران وايي چې د امریکې د کمېشن راپورونه په اصل کې د وړاندیزونو پر بنسټ وي، او وروستۍ پرېکړه د امریکې د بهرنیو چارو وزارت کوي چې کوم هېواد په رسمي توګه د ځانګړې اندېښنې وړ هېوادونو په فهرست کې شامل شي یا نه. په دې برخه کې دیپلوماتیک، سیاسي او ستراتیژیک عوامل هم اغېز لري. له همدې امله، په تېرو وختونو کې هم د کمېشن د وړاندیزونو سره سره امریکايي حکومت په بېلابېلو هېوادونو کې مختلف تصمیمونه نیولي دي

Related Articles

پاکستان د متحده عربي اماراتو ټول ۳.۴۵ میلیارده ډالر زیرمې بېرته ورکړي، چې پکې د ابوظبي فنډ ته ورکړل شوې ۱ میلیارد ډالره وروستۍ قسط هم شامله ده

April 24, 2026

پاکستان له ملګرو ملتونو د اقدام غوښتنه کړې، وروسته له هغې چې هند د سند د اوبو تړون وځنډاوه، او خبرداری یې ورکړی چې دا کار د قانوني سرغړونو او د سیمې د امنیتي خطرونو لامل کېدای شي

April 24, 2026

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اسراییل او لبنان ترمنځ د اوربند د لا درې اوونیو لپاره د غځولو اعلان کړی او دا یې په سیمه کې د تلپاتې سولې پر لور مهم پرمختګ بللی دی

April 24, 2026

د طالبانو بیانونه د داخلي ناکامیو نه د پام اړولو هڅه ده، د پاکستان ضد دریځ د سیمې سولې ته زیان رسوي

April 23, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *