تازه خبرونه

د اسلامي هېوادونو ګډه اعلامیه: د صومالی لینډ په رسمیت پېژندنه د نړیوال قانون سرغړونه ده

د د اسلامي نړۍ هیوادونو سازامان په ګډون له شلو څخه زیاتو هېوادونو د اسرائیلو اقدام وغنده او د سومالیا د حاکمیت، یووالي او ځمکنۍ بشپړتیا بشپړ ملاتړ یې اعلان کړ
په اسلام‌اباد کې د اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د ګډې اعلامیې پر مهال

د او آیی سي استازو او وزیرانو ټینګار وکړ چې دا اقدام د ملګرو ملتونو د منشور او نړیوال قانون د اصولو پر وړاندې د اسرائیلو ښکاره بې‌پروايي څرګندوي

اسلام‌اباد:  اسلامې هېوادونو  او آیی سي  په ګډون د شلو څخه زیاتو مسلمان اکثریت لرونکو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د اسرائیلو له‌خوا د صومالی لینډ سیمې د رسمیت پېژندنې راپور شوی اقدام په کلکو ټکو وغنده او دا یې د نړیوال قانون ښکاره سرغړونه او د سیمې او نړۍ د سولې لپاره جدي ګواښ ګرځولی

په اسلام‌اباد کې خپره شوې ګډه اعلامیه کې د اردن، مصر، الجزایر، کوموروس، جیبوتي، ګامبیا، ایران، عراق، کویټ، لیبیا، مالدیف، نایجیریا، عمان، پاکستان، فلسطین، قطر، سعودي عربستان، سومالیا، سوډان، ترکیه، یمن او د او آیی سي  استازو د ۲۰۲۵ کال د دسمبر پر ۲۶مه د اسرائیلو دا ګام په ښکاره ډول رد کړ او ددې اقدام ی په کلکو ټکو کې غندنه وکړه

 په اعلامیه کې ویل شوي چې د صومالیا د فدرالي جمهوریت د یوې برخې په رسمیت پېژندنه د افریقا د ښکر او د سره سمندر په سیمه کې د سولې او امنیت لپاره جدي پایلې لري او د نړیوالې سولې او ثبات بنسټونه زیانمنوي

وزیرانو ټینګار وکړ چې دا اقدام د ملګرو ملتونو د منشور او نړیوال قانون د اصولو پر وړاندې د اسرائیلو ښکاره بې‌پروايي څرګندوي

د بهرنیو چارو وزیرانو دا هم وویل چې دغه ډول پېژندنه د دولتونو د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا له اساسي اصولو سره په ټکر کې ده

هغوی د وصمالیا د فدرالي جمهوریت د حاکمیت، ملي یووالي او ځمکنۍ بشپړتیا بشپړ ملاتړ تکرار کړ او هر هغه اقدام یې رد کړ چې د صومالیا واکمني تر پوښتنې لاندې راولي

په اعلامیه کې خبرداری ورکړل شوی چې د خپلواکو هېوادونو د برخو پېژندنه یو خطرناک اقدام دې  او د نړیوالې سولې او امنیت لپاره جدي ګواښ دی. همدارنګه، اعلامیې هر ډول هڅه رد کړه چې دا اقدام د فلسطیني ولس د جبري بې‌ځایه کولو له هڅو سره وتړي، او ټینګار یې وکړ چې د خلکو جبري ایستل په هېڅ ډول د منلو وړ نه دي

مهمه ده چې باید یادونه وشی چې دا ګډه اعلامیه د او آیی سي د غړو هېوادونو متحد دریځ څرګندوي چې د نړیوالو منل شوو پولو او د نړیوال قانون د اصولو پر ضد یو اړخیز اقدامات نه مني

Related Articles

د برهما چیلاڼي نظریه رد شوه؛ د پاکستان او ایران اټومي پرتله ناقصه بلل شوې، او د هند نړیوال استثناوې تر پوښتنې لاندې دي

April 22, 2026

له پاکستانه د غیر قانوني افغانانو ستنېدنه روانه؛ چارواکي وایي نړیوالو قوانینو لاندې، له څلورو لسیزو وروسته منظم او پړاويز بهیر عملي کېږي

April 22, 2026

د وزیر اعظم شهباز شریف او د ایران سفیر رضا امیري مقدم ترمنځ لیدنه؛ د سیمه‌ییز امنیت او د سولې د ټینګښت لپاره پر ګډې تګلارې هوکړه وشوه

April 22, 2026

افغان طالبانو دعویٰ کړی چې په کابل کې د یوې غونډې پر مهال یې ټي ټي پي ته خبرداری ورکړی او شاوخوا ۱۰۰ کسان یې نیولي دي، خو پاکستان تر اوسه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، ځکه پخوا هم د ورته ادعاوو د ناسم ثابتېدو مثالونه موجود دي

April 22, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *