تازه خبرونه

   د اسرائيلي ځواکونو بريد: لبنان کې د ايران د قدس ځواک يو غړې وژل شوې

اسرائيلي پوځ وايي د قدس ځواک د ۸۴۰ قطعې غړی حسين محمود مرشد الجواهري په جنوبي لبنان کې وژل شوی؛ ايراني دولتي رسنۍ لا څه نه دی ویلی
په لبنان کې د اسرائيلي ډرون بريد وروسته د يو موټر ويجاړ شوی حالت

 رویټر  خبري ایجنسی د اسرائيلي پوځ  د خلی وایی د لبنان پر بېلابېلو سيمو  کی د وروستيو بريدونو پر مهال يو کس چې د ايران د اسلامي انقلاب ساتونکو ځواک  سره تړاو لري، وژل شوی

د ایران دولت یا رسنیو له خوا په سرکاری توګه ددې تصدیق نه دې شوې

د رويټرز او سيمه‌ييزو رسنيو د راپورونو له مخې، دا بريدونه د حزب‌الله سره د اوربند بله سرغړونه بلل کېږي

 د رپورټونو تر مخه اسرائيلي پوځ د پنجشنبې په ورځ په خپره شوې اعلاميه کې وويل چې حسين محمود مرشد الجواهري، چې د دوی په وينا د ایی آر جی سې د قدس ځواک د ۸۴۰ قطعې يو مهم عملياتي غړی و، د جنوبي لبنان د انصاريه په سيمه کې هغه مهال ووژل شو چې موټر يې په نښه شو.

 اسرائيلو پر الجواهري تور پورې کړ چې هغه د شام  او لبنان له خاورې د اسرائيلو او د هغوی د امنيتي ځواکونو پر ضد د “ايران له لوري لارښوول شويو ترهګريزو فعاليتونو” کې ښکېل و

اسرائيلي پوځ وویل چې هغه د اسلامي انقلاب ساتونکو ځواک تر چتر لاندې فعاليت کاوه او د ايران په لارښوونه يې د اسرائيلو د دولت او د هغه د امنيتي ځواکونو پر ضد ترهګريز فعاليتونه ترسره کول

 د ایران دولت له خوا دی تورونو ته کوم ځواب نه دی ویلې شوې

د لبنان د ملي خبري اژانس این این ای له بلې خوا راپور ورکړی چې د اسرائيلي ډرون يو بريد د هرمل ولسوالۍ په حوش السيد علي سړک کې پر يوه موټر وشو، چې له امله يې دوه کسان ووژل شول.

که څه هم خبری اداری د وژل شويو کسانو پېژندنه په ده کړی  خو اسرائيلي چارواکو وروسته دغه بريد د الجواهري له وژنې سره تړاو لري

د رويټرز د راپور له مخې، اسرائيلي پوځ الجواهري يو لوړپوړی کس بللی چې د شام او لبنان له خاورې د اسرائيلو پر ضد د بريدونو په پلان جوړونه کې ښکېل و. رويټرز زياته کړه چې تر دې دمه نه ايران او نه هم لبنان د دغو ادعاوو په اړه رسمي غبرګون ښودلې دې

د فارسۍ ژبې رسنۍ ايران اينټرنېشنل هم راپور ورکړی چې اسرائيلي پوځ د الجواهري د وژنې مسؤليت منلی او هغه يې د قدس ځواک د ۸۴۰ قطعې غړی بللی دی. دا  ادعاوې د فارسي ژبې پر ټولنيزو شبکو هم خپرې شوې دي، چې ټولې د اسرائيلي پوځ څرګندونو ته منسوبې دي

خو د ايران رسمي دولتي خبري اژانس ايرنا  تر اوسه د دې پېښې په اړه کوم راپور نه دی خپور کړی. د ايرنا د فارسي او انګليسي خپرونو پلټنې هم د الجواهري د راپور شوې وژنې په اړه کوم معلومات نه دي ورکړي

دغه بريدونه په داسې حال کې ترسره شوي چې اسرائيل نږدې هره ورځ په لبنان کې هوايي بريدونه کوي او وايي هدف يې دا دی چې د ايران له ملاتړ برخمنې ډلې حزب‌الله ته د بيا پوځي پياوړتيا فرصت ورنه کړي

د ۲۰۲۴ کال د نومبر په مياشت کې د امريکا په ملاتړ يو اوربند وشو، چې د اسرائيلو او حزب‌الله تر منځ يې له يو کال زياته جګړه پای ته ورسوله او د لېطاني سيند سويل ته د حزب‌الله د بې‌وسلې کېدو غوښتنه يې کوله  خو سره له دې اوربند، سيمه لا هم له سختو کړکېچونو سره مخ ده

 اسرائيل او ايران د روان کال په پيل کې لنډه خو سخته جګړه کړې وه، او د لبنان او شام په بېلابېلو برخو کې تاوتريخوالی لا هم دوام لري

Related Articles

د پاهلګام پېښې وروسته د سیمې اقتصادي او سیاسي حالت تر بحث لاندې دی. د سیاحت پورې تړلې معیشت زیانمنه شوې او د امنیتي پالیسیو په اړه پوښتنې راپورته شوې دي

April 22, 2026

د پاک-افغان پولې تاوتریخوالی؛ د افغانستان د کونړ له لوري د باجوړ لغړۍ کلي باندې د مارټر بریدونو کې ملکي وګړي په نښه شوي، څو کسان ټپیان شوي او ځايي ودانیو ته زیان رسېدلی دی

April 22, 2026

شهباز شریف د ټرمپ مننه وکړه چې د پاکستان په غوښتنه یې اوربند وغځاوه

April 22, 2026

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *