تازه خبرونه

بلوچ عالم دین مولانا منظور مینګل د تښتولو خبرو رد کړې شوې

نن سحر وختي دا خبر په رسنیو خپور شو چې ترهګرو مولانا منظور تښتولې دې
په بلوچستان کې بي ایل اې ترهګریز بریدونه کوي، دیني عالمان، مشران او سرکاري اهلکار تښتوي

د سرچینو ترمخه وسله والو په سړک نورې موټرې ایسارې کړې وې خو مولانا منظور له دې سرکه روغ وتلې دې

کويټه : د جامع صدیقیه کراچی مهتمم او نامتو دیني عالم مولانا منظور مینګل د چهارشنبې په ورځ د تعزیت لپاره له کراچۍ څخه قلات ته روان شول. د سفر پر مهال، د سوراب ـ قلات سیمې ته نېږدې د کالعدم ډلې بلوڅ بیلتون خوښو وسله‌والو د سړک د بندولو له امله ټولې موټرې ودرولې وې و سرچینو په وینا په دې موټرو کې د مولانا منظور مینگل موټر هم وو خو سرچینې وایی څو ساعته ی دا موټرې ودرولې پاتې شوې

اطلاعاتو له مخې، نږدې څلور ساعتونو وروسته  د بي ایل اې کسانو لاره بېرته خلاصه کړه او موټرو ته ی د تګ اجازه ورکړله، چې له امله یې ټول مسافر، په شمول د مولانا منظور مینگل، خپل منزل ته بشپړ سلامت او په خیر سره ورسېدل

له دې پېښې وروسته د مولانا منظور مینگل نږدې کسانو او زوی خلکو ته ډاډ ورکړ چې مولانا صاحب په بشپړه توګه خوندي دي او هیڅ ډول زیان ورته نه دې رسول شوې ، هغوی له عامو خلکو وغوښتل چې په ټولنیزو رسنیو د خپرېدونکو افواه ګانو  او غلطو خبرونو باور و نه کړي

نورخبرونه: بلوچستان کې ترهګري: یو قبایلي مشر او درې نور تنه وژل شوي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *