تازه خبرونه

ایران کې پر احتجاجي مظاهرو قابو موندل شوې: د ایران وزارت خارجه

سرچینې وایی او افغان اولس رسنیو ته ویلي دي چې یو شمیر خوراکي توکي له پاکستان څخه راځي او د سرحد تړلو له امله ی نن سبا قیمتونه ډیر زیات شوي دي
په ایران کې تیره اونۍ سختې مظاهرې وشوې چې ګڼ شمیر پولیس سرتیرو ژوندل له لاسه ورکړو

د ایران بهرنیو چارو وزیر رسنیو سره خبرو کې وویل چې ایران کې مظاهره کوونکو د داعش ډلې په څیر بریدونه وکړل او پولیس ی ژوندي وسوځول

  د ایراني سرکاري ټیلیویژن د راپور له په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ایران له هېڅ کوم ښار څخه د بې‌امنۍ کومه پېښه نه ده راپور شوې او په ایران کې امنیتي وضع په بشپړ توګه کنټرول کې ده

د ایران سرکاري ټي وي خپور دې راپور ترمخه له دې  څرګندېږي  چې د ایران حکومت د احتجاجي مظاهرو قابو کولو کې بریالې شوې دې

د ایران وزیر خارجه رسنیو ته ویلي دي  چې په مظاهرو کې شامل عناصر او مظاهره کوونکي  له بهرنیو هېوادونو څخه کنټرولېدل، ځینو مظاهره‌چیانو پر پولیسو ډزې کړي

هغه وویل چې دې مظاهره چیانو  د داعش په طرز ترهګریز بریدونه ترسره کړي  او پولیس سرتېري ژوندي سوځول شوي دي

ایراني وزیرخارجې دا هم وویل چې هېواد یې د ډونلډ ټرمپ او ځینو اروپايي هېوادونو له لوري له بېلابېلو ګواښونو سره مخ دی ، هغه زیاته کړه چې که څه هم دیپلوماسي یو ښه لاره ده، خو له امریکا سره د ایران تجربه ښه نه ده ، زیاته ی کړه چې بیا هم دیپلوماسي له جګړې څخه یو غوره انتخاب دې

  د ایران د بهرنیو چارو وزیر امریکايي رسنیو ته په دې مرکه کې وویل  چې په هېواد کې امن او ثبات ټینګ دی او وضعیت په بشپړ ډول د حکومت تر کنټرول لاندې  راغلې دې

ایراني وزیرخارجې خبرداری ورکړی چې د جون میاشتې په څېر تېروتنه دې بیا تکرار نه شي، ګنې پایله به هماغه وي چې مخکې وه، ټینګار ی وکړو چې زموږ عزم  او حوصلې د بمبارۍ له لارې نه شي ماتېدلی

نورخبرونه: ایران کې احتجاجونه: امنیتي سرتیرو په ګډون ۴۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړې

Related Articles

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش د اوربند د مودې د غځېدو هرکلی کړی او د پاکستان د منځګړيتوب د رول بشپړ ملاتړ یې اعلان کړی دی

April 22, 2026

پاکستان د مسجد الاقصی کې د اسرایلي مېشتو کسانو برید او د بیرغ پورته کولو سخت غندنه کړې او له نړیوالې ټولنې یې د نړیوالو قوانینو د سرغړونې له امله د سمدستي مداخلې غوښتنه کړې ده

April 22, 2026

د افغانستان د ځینو سیاسي څېرو لکه عبدالمنان شېوه شرق او مجیب‌الرحمن رحیمي له لوري تاریخي دریځ څرګند شوی، چې پکې یې د پاکستان موجوده سرحدونه منلي

April 22, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *