تازه خبرونه

امریکه طالبان په نړی واله کچه په بد نیتي، بشري مرستو په خنډولو او د افغان خلکو د کړاوونو په زیاتولو تورن کړی

واشنګټن وایي افغان طالبان د ,,یرغمل‌پالنې،، د ترهګرۍ ضد ژمنو د نیمګړتیاوو او د یوناما پر فعالیت د سختو محدودیتونو کی ککړ دی
مریکه طالبان په نړی واله کچه په بد نیتي، بشري مرستو په خنډولو او د افغان خلکو د کړاوونو په زیاتولو تورن کړی

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه په نیویارک کې ترسره کېږي، په داسې حال کې چې امریکا د طالبانو پر چلند سخت تنقید کړی

نیویارک — متحده ایالاتونو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوه غونډه کې د طالبانو پر فعالیتونو سختی نیوکې کړی او دغه ډله یې په بد نیت، د بشري مرستو په خنډولو او د افغان خلکو د کړاوونو په زیاتولو تورنه کړه.

د امریکا استازي وویل چې افغانان لا هم له سختو بشري حقونو سرغړونو، پراخې بې‌وزلۍ، بې‌روزګاری او پر ښځو او نجونو د سختو بندیزونو سره مخ دي.

د هغه په وینا ,,طالبان د خپلو پالیسیو له امله د دغو ستونزو اصلي لامل دي.،،
امریکا پر طالبانو تور ولګاوه چې د افغانستان د خلکو پر خیر او فلاح هېڅ پاملرنه نه کوي.

نړیوالې مرستې له سیاسي ګټو سره ګډوډوي او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر یوناما د فعالیت ساحه محدوده کوي. استازي د طالبانو دا چلند «یرغمل‌پالنه» وبلله.

واشنګټن وویل چې طالبان د دوحې د توافقاتو په ګډون خپل نړیوال اهداف نه پوره کوي او له نړیوالې ټولنې سره په صادقانه ډول مخ په وړاندی په ځي.

د امنیت شورا د یوناما د راتلونکي ماموریت په اړه د بحث پر مهال، امریکا پر شورا غړو غږ وکړ چې د طالبانو په اړه باید احتیاط وکړي او د ماموریت د بیا تنظیم په اړه فکر وکړي.

د استازي په وینا ,,که د طالبانو محدودیتونه یوناما د خپلو دندو له ترسره کولو منع کړي، نو شورا باید د ماموریت د واقعیتونو مطابق بیا کتنه وکړي.،،

متحده ایالاتو یو ځل بیا ټینګار وکړ چې په افغانستان کې یې تر ټولو لومړیتوب د خپلو وګړو خونديتوب، د ترهګرۍ ضد هڅې، او د ټولو ناحقه بندیانو ژر خوشې کول دي.

امریکا په امنیتې شورا غږ وکړ چې طالبان باید د خپلو ناپوره ترهګرۍ په ضد ژمنو، یرغمل‌پالنې، او د افغان ولس د حقونو د نه‌پاملرنې له امله په دوامدار ډول تر فشار لاندې وساتل شي

Related Articles

د مطبوعاتو نړیواله ورځ موږ دې ته هم اړ باسي چې فکر وکړو ازادي او مسوولیت له یو بل بېلېدای نه شي

May 3, 2026

د مارچ 2011 څخه تر اګست 2025 پورې نږدې 10,618 د لاپته کسانو قضیې راپور شوې دي، چې له دې جملې څخه دولت تر 8,800 څخه زیاتې قضیې حل کړې دي

May 3, 2026

هغه څرګنده کړه چې د ده د احکامو سرغړونه د الله او د رسول ﷺ له نافرمانۍ سره برابره ګناه ده. هغه خبرداری ورکړ چې له دې وروسته به هېڅ ډول نافرماني ونه زغمل شي او سرغړونکو ته به سختې تادیبي سزاګانې ورکړل شي

May 3, 2026

د دې ادعا چې په ودانۍ کې ۴۸ سفارتکار اوسېدل او اروپايي هېوادونو کوم ډیمارش صادر کړی و، بشپړ بې‌بنسټه ده. د رسمي شمېرو له مخې هلته یوازې ۹ سفارتکار مېشت وو

May 3, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *