تازه خبرونه

امریکا او ایران مشران سبا اسلام‌اباد ته راځي، پاکستان د بریا لپاره هڅې کوي: شهباز شریف

په خلیجي سیمه کې چې پرون جګړه وه، اوس د سولې خبرې کېږي؛ دواړه لوري د خبرو مېز ته راغلي او دا پرمختګ د نړیوال ثبات لپاره مهم بلل شوی
ډیزل بیه ۱۳۵ روپۍ او پټرول بیه ۱۲ روپۍ فی لیټر کمه اعلان شوه. له مخې یې نوې بیې: ډیزل ۳۸۵ او پټرول ۳۶۶ روپۍ فی لیټر ته رسېږي، چې له نیمې شپې به نافذ شي

ډیزل بیه ۱۳۵ روپۍ او پټرول بیه ۱۲ روپۍ فی لیټر کمه اعلان شوه. له مخې یې نوې بیې: ډیزل ۳۸۵ او پټرول ۳۶۶ روپۍ فی لیټر ته رسېږي، چې له نیمې شپې به نافذ شي

اسلام‌اباد: وزیراعظم شهباز شریف ملت ته په وینا کې اعلان کړی چې د امریکا او ایران ترمنځ د روانو کړکېچونو د پای ته رسولو لپاره مهم د سولې خبرې به په اسلام‌اباد کې کېږي، چې دواړه هېوادونه به پکې په لوړ کچه ګډون کوي. د ده په وینا، د اوربند هغه وړاندیز چې له لوري یې وړاندې شوی و، دواړو خواوو منلی او اوس پرې هوکړه شوې چې ټولې ستونزې به د خبرو له لارې حل کېږي

وزیراعظم وویل چې دا پرمختګ نه یوازې د پاکستان بلکې د ټول اسلامي نړۍ لپاره د ویاړ ځای دی، ځکه د یوه نړیوال کړکېچ د حل مرکز اسلام‌اباد ټاکل شوی دی

هغه زیاته کړه چې په خلیجي سیمه کې چې تر پرون پورې د جګړې فضا وه، اوس د سولې خبرې روانې دي او دواړه لوري د مذاکراتو مېز ته ناست دي. شهباز شریف د ایران او امریکا له مشرتابه مننه وکړه او دا پرمختګ یې د نړیوال ثبات لپاره ډېر مهم وباله وزیراعظم له خلکو وغوښتل چې د دې خبرو د بریا لپاره دعا وکړي تر څو په سیمه کې تلپاتې سوله رامنځته شي

فیلډ مارشل عاصم منیر د جګړې د اور د مړ

د ده په وینا، فیلډ مارشل عاصم منیر د جګړې د اور د مړ کولو او دواړو خواوو د خبرو مېز ته د راوستلو کې مهم رول لوبولی، چې تاریخ به یې یاد ساتي همدارنګه یې د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د هغه ټیم ستاینه وکړه شهباز شریف د تېلو د بیو د کمولو اعلان هم وکړ؛ د ډیزلو بیه ۱۳۵ روپۍ او د پټرولو بیه ۱۲ روپۍ په لیټر کمه شوې، او نوې بیې به له نیمې شپې نافذ شي

هغه وویل چې حکومت هڅه کوي د نړیوال بازار د کمښت ګټه مستقیمه خلکو ته ورسوي او د خلکو د اسانتیا لپاره سبسایډي او نور ریلیفونه هم جاري ساتي؛ شنونکي وايي چې دا پرمختګ یوازې ډیپلوماټیک بری نه دی، بلکې د پاکستان د نړیوال رول د پیاوړتیا نښه هم ده، چې هېواد د نړیوالو شخړو په حل کې د یوه مهم منځګړي په توګه راڅرګندېږي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *