تازه خبرونه

افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون: په دوشنبه کې مهمه غونډه شوې

د تاجکستان په پلازمینه دوشنبه کې پاکستان،چین،روس او ایران په یوه مهمه غونډه کې په سیمه ایزو یو شمیر موضوع ګانو ټینګار او ژمنې کړي دي
پاکستان تل نړۍ ته ور په ګوته کړي چې افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون د سیمې امن او ثبات لپاره یو جدي ګواښ دې

په دوشنبه کې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون په اړه ټینګار او ژمنې د سیمې د امن او ثبات لپاره یو ښه ګام دې

اسلام آباد:  په داسې وخت کې چې په افغانستان کې د یو شمیر ترهګرو ډلو شتون د سیمې د امن او ثبات لپاره یو جدي ګواښ ګرځول شوې دې، په دوشنبې کې د پاکستان افغانستان لپاره ځانګړې استازې محمد صادق خان مهمو سیمه ایزو استازو سره لیدنه کړې ده.

د بشپړ راپور ترمخه  د شانګهایی همکاریو سازمان غونډې په ترڅ کې د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو د څلور اړخیزې غونډې (پاکستان، چین، روسیه او ایران)  یوه مهمه غونډه په دوشنبه کې ترسره شوه.

دپاکستان حکومت لوري د افغانستان لپاره ځانګړې استازې محمد صادق په خپل ټولنېزو رسنېو لېکلي چې مونږ د افغانستان په اړه  یو بل سره ګډې اندېښنې او هیلې شریکې کړې.

نوموړي وایی چې په دې مهمه غونډه کې و پرېکړه وشوه چې د افغانستان اسلامی امارم له چارواکو سره د پایلو لرونکي تعامل پر لور ګامونه واخلو، هغه زیاتوي چې دا ژمنه او یو بل له باور هم ورکړل شو چې باید یو بل سره د بشري مرستو ملاتړ وکړو، او د هغو ګڼو ترهګریزو ډلو جدي ګواښ ته متوجه شو چې په افغانستان کې مېشتې دي.

دلته مهمه ده او باید چې یادونه وشي چې په دې لنډې تیرو ورځو کې ، د پاکستان امنیتي او دولتي سرچینو ترمخه یو شمیر ترهګر افغانستان څخه پاکستان ته داخلیدلو په مهال په نښه شوي او په بریاليتوب سره له منځه وړل شوي دي.

د امنیتي سرچینو ترمخه په دې ترهګرو کې زیات شمیر ترهګر افغانستان نیشنلټي لري او دوی په پاکستان کې ترهګريز بریدونه کوي، د بریدونه دوی په افغانستان تیاروي او په پاکستان کې ی ترسره کوي.

پاکستان بیا بیا له نړۍ او ملګري ملتونو غوښتي دي چې په افغانستان کې د وسله والو شتون ددې سیمې د امن او پرمختګ لپاره یو جدي ګواښ دې او باید ددې ګواښونو مخه ونیول شي.

نورخبرونه

وسله وال له افغانستانه پاکستان ته را داخلیږي او ترهګري کوي: بیرسټر سیف

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *