کشمیریانو ته دې د ملګرو ملتونو د سیکوریټي کونسل د قراردادونو ترمخه د آزادۍ حق ورکړل شي: بلاول بوټو زرداري

Sub Title
د کانګرس غړو سره په غونډه کې بلاول زرداري د هند لخوا د “سندھ طاس معاهدې” یو اړخیز تعلیق ممکنه پایلو ته اشاره وکړه او امریکايي قانون جوړوونکي یې خبر کړل، چې هند که د ۲۴ کروړه پاکستانیانو لپاره د اوبو بندولو ګام پورته کړي، نو دا به د پاکستان لپاره د بقا ګواښ وي او دا به د جګړې اعلان وګڼل شي.