شهباز شریف د ویون ګروپ له سي ای او سره لیدلي او د پانګونې اعلان یې کړی دی

وزیراعظم شهباز شریف د کیش لیس اقتصاد لپاره د آی ټي کارول اړین بللي او ډیجیټل پانګهوالو ته یې د هر ډول اسانتیاوو ډاډ ورکړی دی
د فتنه الخوارج پر ضد بریالی عملیات؛ په خیبر پښتونخوا کې ۲۰ ترهګر وژل شوي دي

د خیبر پښتونخوا په باړه او بنو ضلعو کې د امنیتي ځواکونو له خوا په دوو جلا استخباراتي عملیاتو کې ۲۰ خوارج وژل شوي دي، چې پر دې کار وزیر اعظم او د کورنیو چارو وزیر د امنیتي ځواکونو ستاینه کړې ده
تهران امارات او کویټ ته د امریکا د ملاتړ په صورت کې د غبرګون خبرداری ورکړی

ایران سعودي، قطر، امارات او کویټ ته خبرداری ورکړی چې خپله خاوره دې د امریکا یا اسرائیل د ایران ضد عملیاتو لپاره نه کارول کېږي، کنه به ځوابي اقدام وشي
“المرصاد” د پاکستان ضد بیان رد شوی او له اسرائیل سره یې پرتله پروپاګنډ بلل شوی

دفاعي کارپوهانو د “المرصاد” پاکستان ضد بیان رد کړی او د پاکستان پرتله له اسرائیل سره کول او ټي ټي پي د حماس سره برابر ګڼل تاریخي حقایقو ته سپکاوی بللی دی
سپاه پاسداران ۱۸ امریکايي شرکتونو ته خبرداری او د بریدونو الټیمېټم ورکړی دی

ایراني انقلابي ګارډ ۱۸ امریکايي ټیکنالوژۍ شرکتونه د ترهګرۍ د ملاتړ په تور “مشروع هدف” اعلان کړي او کارکوونکو ته یې د سیمې پرېښودو لارښوونه کړې ده
تورخم پوله کې د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر چټک شوی

د پاکستان څخه د ناقانونه مېشتو بهرنیو وګړو د ستنولو په لړ کې د تورخم له لارې نور ۷۰۵ افغان وګړي ایستل شوي دي، او نن هم د سلګونو کسانو د بېرته ستنېدو لړۍ روانه ده
د پاکستان او افغان طالبانو پلاوي چین ته روان شول

د پاکستان او افغان طالبانو پلاوي چین ته روان شوي دي، چیرته چې د بېجینګ په منځګړیتوب به د اوربند، سرحدي شخړو او امنیتي مسایلو په اړه مهمې خبرې اترې ترسره شي