کشمیریانو ته دې د ملګرو ملتونو د سیکوریټي کونسل د قراردادونو ترمخه د آزادۍ حق ورکړل شي: بلاول بوټو زرداري

په رسنیو کې د خپاره شوو راپورونو ترمخه د پاکستان سفارتي پلاوي یو شمیر د امریکا د پارلیمان غړو او مشرانو سره مهمې لیدنې کړي دي او د پاکستان او هند د روان وضعیت او د هند د دروغو د تورونو څخه ی دوی خبر کړي دي

Sub Title
د کانګرس غړو سره په غونډه کې بلاول زرداري د هند لخوا د “سندھ طاس معاهدې” یو اړخیز تعلیق ممکنه پایلو ته اشاره وکړه او امریکايي قانون جوړوونکي یې خبر کړل، چې هند که د ۲۴ کروړه پاکستانیانو لپاره د اوبو بندولو ګام پورته کړي، نو دا به د پاکستان لپاره د بقا ګواښ وي او دا به د جګړې اعلان وګڼل شي.

پاکستان به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د کمېټۍ مشري کوي، دا کمیټي به د طالبانو سره تړلو کسانو او ادارو باندې د سفر بندیز، د شتمنیو کنګالول او د وسلو بندیزیزونه پلي کوي

هند تل نړیواله ټولنه دې ته متوجه کړې چې پاکستان د هغو ترهګرو او ډلو کوربه دی چې د ملګرو ملتونو له لوري تر بندیزونو لاندې راوستل شوي دي.

دا کمېټي د هغو بندیزونو د څارنې او عملي کولو مسؤلیت لري چې د امنیت شورا له خوا پر طالبانو، د هغوی ملاتړو، او اړوندو ډلو لګول شوي دي. پاکستان ته د دې کمېټې مشري ورکول دا څرګندوي چې نړیواله ټولنه پاکستان ته د یو مهم شریک په توګه ګوري، او تمه لري چې پاکستان به د دغو بندیزونو د اغېزمن تطبیق لپاره مهم رول ترسره کړي