تازه خبرونه

پاکستان منځني ختیځ کې مرکزي رول، څېړنیزه مقاله وایرل شوه

امریکايي مجله «دي نېشنل انټرسټ» پاکستان د منځني ختیځ سولې لپاره مهم ځواک وباله
«دي نېشنل انټرسټ» په وینا، پاکستان اوس یوازې سویلي اسیا پورې محدود نه دی پاتې شوی، بلکې د ایران او امریکا د خبرو او سیمه‌ییز امنیت په برخه کې مهم رول لوبوي

«دي نېشنل انټرسټ» په وینا، پاکستان اوس یوازې سویلي اسیا پورې محدود نه دی پاتې شوی، بلکې د ایران او امریکا د خبرو او سیمه‌ییز امنیت په برخه کې مهم رول لوبوي

د امريکايي مجلې «دي نېشنل انټرسټ» په يوې تفصيلي ليکنه کې پاکستان د يوې راڅرګندېدونکې سفارتي او امنيتي ځواک په توګه ياد کړی، چې اغېز يې اوس يوازې سویلي اسيا پورې محدود نه دی، بلکې د منځني ختيځ د کړکېچونو په حل کې مهم رول لري.

د پوځ مشرتابه رول


د ليکنې له مخې، فیلډ مارشل سيد عاصم منير د امريکا او ايران ترمنځ د تاوتريخوالي وروسته د اوربند په رامنځته کولو کې مهم او حساس رول لوبولی. دا هم ويل شوي چې په اسلام‌اباد کې د اپرېل پر ۱۲ او ۱۳ نېټه ترسره شوې خبرې يوه لويه سفارتي بريا وه، چېرته چې د دواړو هېوادونو لوړپوړو چارواکو لومړی ځل مخامخ اړيکه ونيوله.

د دوديزې سفارتکارۍ بديل


مجله زياتوي چې د پاکستان عسکري سفارتکاري هلته بريالۍ شوې، چې دوديزې لارې ناکامې شوې وې. د پاکستان مشرتابه د نظم، پراخو ستراتيژيکو اړيکو او د تاوتريخوالي د کمولو ځانګړې وړتيا له امله د باور وړ رول لوبولی دی.

سيمه‌ييزې دفاعي اړيکې


په ليکنه کې ويل شوي چې د چين، سعودي عربستان، قطر، متحده عربي امارات، مصر او اردن سره د پاکستان دفاعي اړيکې د دې هېواد د سفارتي ځواک بنسټ جوړوي. په ځانګړي ډول د ۲۰۲۵ کال دفاعي تړون له سعودي عربستان سره د پاکستان د زياتېدونکي نفوذ نښه بلل شوې ده.

نړيوال امن او راتلونکی رول


شنونکي باور لري چې پاکستان نه يوازې د ايران او امريکا ترمنځ د پُل رول لوبوي، بلکې د غزې د اوربند او راتلونکو نړيوالو امنيتي هڅو کې هم مهم شريک کېدای شي. د «دي نېشنل انټرسټ» دا ارزونه ښيي چې پاکستان اوس يو داسې نړيوال لوبغاړی ګرځېدلی چې د لویو قدرتونو ترمنځ د توازن په ساتلو کې مهم رول لري

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *