د رحیمه بي بي قضیې وروستیو افشاګانو د ځینو جعلي بشري حقونو تنظیمونو هغه بیانیه بېباوره کړه چې پخوا یې د هغې د “جبري ورکېدو” شور جوړ کړی و. په ټولنیزو رسنیو کې پر بلوچ وائس فار جسٹس او BYC په څېر تنظیمونو سختې نیوکې روانې دي، چې تور پرې لګېدلی هغوی دا موضوع د ریاست پر ضد د پروپاګنډ لپاره کارولې ده
Wow… A few months ago, Baloch Voice for Justice, BYC, and such so-called human rights organizations were campaigning aggressively about Raheema Baloch. Turns out that their loud, performative outrage was nothing more than a calculated smokescreen.
— Zagrain Baluch (@zagrain_baluch) April 18, 2026
It is honestly pathetic how… https://t.co/K7qd6EhTfJ pic.twitter.com/5sXf73GMBm
انتقاد کوونکي وایي چې دغه تنظیمونه د بشري حقونو تر نوم لاندې ترهګرو ته د ملاتړ او اسانتیاوو برابرولو تور لري، او د رحیمه بي بي “ورکه شوې” ښودل یې د حقیقت د پټولو هڅه وه. د رحیمه بي بي د مېړه د افغانستان ته تګ او د هغې د فعالیتونو په اړه راپورونو وروسته د دغو تنظیمونو چوپتیا هم تر پوښتنې لاندې راغلې ده
سیکیورټي سرچینې وایي دا قضیه ښيي چې د “مسنگ پرسنز” په نوم ځینې کمپاینونه د ترهګرۍ له عناصرو سره تړاو لرلی شي، او خلکو د دغو تنظیمونو د شفافو پلټنو غوښتنه کړې ده