تازه خبرونه

پاک بحریه شمالي عربي سمندر کې ۱۸ کسیزه غیرملکي عمله په بریالیتوب وژغورله

د پاکستان سمندري ځواک بېړۍ PNS حنین مسلکي مهارت ښودلی، عمله یې خوندي انتقال کړې او په بېړۍ کې طبي مرسته او د اور وژنې کارونه هم ترسره شوي دي
په ژغورل شویو کسانو کې د چین، بنګله‌دېش، میانمار، ویتنام او اندونیزیا اتباع شامل وو، چې په خوندي ډول له بېړۍ څخه ایستل شوي دي

په ژغورل شویو کسانو کې د چین، بنګله‌دېش، میانمار، ویتنام او اندونیزیا اتباع شامل وو، چې په خوندي ډول له بېړۍ څخه ایستل شوي دي

اسلام‌اباد: پاک بحریه په شمالي عربي سمندر کې د لټون او ژغورنې بریالی عملیات ترسره کړی او د یوې تجارتي بېړۍ ۱۸ کسیزه بهرنی عمله یې خوندي ژغورلې ده د آی‌اېس‌پي‌آر له مخې، له تجارتي بېړۍ MV Gold Autumn څخه د بیړني پیغام وروسته د پاک بحریې بېړۍ PNS حنین سمدستي د پېښې ځای ته ورسېده او د ژغورنې عملیات یې پیل کړل

په ژغورل شوو کسانو کې د چین، بنګله‌دېش، میانمار، ویتنام او اندونیزیا اتباع شامل دي، چې په خوندي ډول له بېړۍ څخه ایستل شوي دي

اعلامیه وايي چې PNS حنین نه یوازې عمله خوندي انتقال کړه، بلکې د بېړۍ عملې ته یې سمدستي طبي مرسته هم ورکړه او د اور وژنې په چارو کې یې هم مرسته وکړه وروسته ټول ژغورل شوي کسان د طبي معاینې او خپلو هېوادونو ته د ستنېدو لپاره کراچۍ ته لېږدول شوي دي

Related Articles

د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي وینس د جیرډ کوشنر او سټیو ویتکوف سره اسلام‌اباد ته رسېدلی دی، چیرې چې فیلډ مارشل عاصم منیر او اسحاق ډار یې هرکلی کړی. د پاکستان په میزبانی کې د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند د خبرو وروستی او مهم پړاو پیل شوی دی

April 11, 2026

د وزیراعظم شهباز شریف بریالۍ ډیپلوماسۍ د امریکا او ایران ترمنځ د اټومي شخړې خطر له منځه یووړ، چې له امله یې د نړۍ په سټاک مارکیټونو کې د ۳.۶ ټریلیون ډالرو تاریخي زیاتوالی ثبت شو

April 11, 2026

پاکستان د اسلام‌اباد د مذاکراتو لپاره د ایران د ۸۶ کسیز پلاوي نوملړ خپور کړی دی. د پارلمان سپیکر او د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ راغلي دې پلاوي کې اټومي متخصصین او اقتصادي چارواکي هم شامل دي، چې د تهران جدي اهداف څرګندوي

April 11, 2026

وروسته به یاتریان د ګوردواره دربار صاحب کرتارپور او ګوردواره ډیرا صاحب لاهور زیارت هم کوي، او د هغوی د ستنېدو تمه د اپرېل په ۱۹مه ده

April 11, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *