دفاعي او قانوني کارپوهانو د افغان طالبانو له نږدې رسنیز پلیټفارم ‘المرصاد’ له لوري د پاکستان د اسرائیل سره د پرتله کولو هڅې په کلکه رد کړې او هغه یې منظم سیاسي پروپاګنډ بللی دی.
د دوی په وینا، د دې ګمراه کوونکي بیانیې هدف دا دی چې د افغانستان دننه د ترهګرو خوندي پټنځایونو او د ټي ټي پي د ملاتړ له اصلي مسئلې څخه نړیوال پام بل لور ته واړوي
تجزیه کاران
تجزیه کاران وایي پاکستان په 1947 کې د “دو ملتونو نظریې” پر اساس رامنځته شو، په داسې حال کې چې اسرائیل په 1948 کې د فلسطینیانو د جبري بېځایه کېدو او د ځمکو د نیولو له امله جوړ شوی. د دوی په وینا د دواړو ترمنځ هېڅ تاریخي یا اخلاقي پرتله ممکنه نه ده، او په نړیواله کچه پاکستان “مقبوضه ریاست” نه دی ګڼل شوی.
ماهرین د تحریک طالبان پاکستان او حماس ترمنځ پرتله کول هم یوه جدي تېروتنه بولي، او وایي حماس د یو اشغالګر ځواک پر ضد جګړه کوي، خو ټي ټي پي په یوه خپلواک هېواد کې د جوماتونو، ښوونځیو او ملکي وګړو په نښه کولو کې ښکېله ده.
د راپور له مخې، افغانستان کې شاوخوا 23 زره وسلهوال موجود دي چې د سیمې د سولې لپاره دوامداره خطر جوړوي. کارپوهان وایي دا ډول بیانیې یوازې د دې لپاره وړاندې کېږي چې د ټي ټي پي له لارې په پاکستان کې د ترسره کېدونکو بریدونو اصل حقیقت پټ وساتل شي