د پاکستان مرستیال لومړی وزیر او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتریش سره ټیلیفوني خبرې وکړې، چې پکې د لوېدیځې اسیا پر عمومي وضعیت او د هغې پر نړیوالې سولې او امنیت اغېزو مفصل بحث وشو
د خبرو پر مهال اسحاق ډار د سیمهییزو شخړو د حل او د جګړو د مخنیوي لپاره د ملګرو ملتونو پر مهم رول ټینګار وکړ. هغه وویل چې پاکستان د ډیپلوماسۍ او رغنده خبرو اترو له لارې د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره خپلې ژمنې ته کلک ولاړ دی
سیمهییزو شخړو
په دې موقع د ملګرو ملتونو سرمنشي د سیمې د ثبات لپاره د پاکستان د ډیپلوماټیکو هڅو ستاینه وکړه او د سولې د بیا ټینګښت لپاره د روانو نوښتونو بشپړ ملاتړ یې څرګند کړ
اسحاق ډار دغه خبرې ګټورې وبللې او یو ځل بیا یې ټینګار وکړ چې پاکستان به د نړیوالې ټولنې سره په ګډه د سولې او امنیت د موخو د ترلاسه کولو لپاره خپل فعال رول ته دوام ورکړي