فدرالي حکومت په هېواد کې د انرژۍ د روان بحران د اغېزو د کمولو او د کم عاید لرونکو خلکو ته د ریلیف ورکولو لپاره د «پټرول سبسډي پلان» عملي کار پیل کړی دی. د دې لپاره د اطلاعاتو او ټکنالوژۍ وزارت یوه ځانګړې موبایل اپلیکیشن هم چمتو کړې چې اوس د ازمایښتي (ټیسټنګ) مرحلې کې ده، څو شفاف ډول مستحقو کسانو ته سبسډي ورسول شي
د تفصیلاتو له مخې، دا سبسډي په لومړي پړاو کې د موټرسایکلونو او ریکشو (دوو او درې څرخو موټرو) لپاره ځانګړې شوې ده وړاندیز شوی چې د موټرسایکلونو لپاره به میاشتنی ۲۰ لیټره پټرول کوټه ټاکل کېږي، چې د نړیوالو بیو په پرتله به په ارزانه نرخ ورکول کېږي. خو د لویو موټرو لپاره به د نړیوال بازار نرخونه لا هم نافذ وي، او د ۸۰۰ سي سي موټرو د شاملولو په اړه وروستۍ پرېکړه لا نه ده شوې
د پټرول پمپونو انتظامات
د دې پلان د عملي کولو لپاره په ټول هېواد کې ۱۲ زره پټرول پمپونو کې ځانګړې نوزلونه (nozzles) ټاکل کېږي. حکومت هر پټرول پمپ ته دوه موبایلونه ورکوي چې پکې نصب شوې ځانګړې اپلیکیشن به د کاروونکو پېژندنه او د کوټې تصدیق کوي. د دې ډیجیټل نظام هدف دا دی چې د سبسډي په بهیر کې هر ډول درغلي مخه ونیول شي او مرسته مستقیم مستحقو کسانو ته ورسېږي
اقتصادي اغېزې
اقتصادي کارپوهان وایي چې دا سکیم له یوې خوا غریب او منځني طبقې ته د راحت موقع برابروي، خو له بلې خوا د حکومت لپاره مالي خساره کنټرولول لویه ننګونه ده. د نړیوالو بیو بدلون یوازې پر لویو موټرو اچول د عمومي ګرانی پر بهیر څه اغېز کوي، په دې اړه هم اقتصادي حلقو کې بحثونه روان دي