تازه خبرونه

د پي ایس ایل لاهور قلندرز حیدرآباد کنگزمین ته په ۶۹ منډو ماتې ورکړه

د میچ پر مهال د پاکستان کرکټ بورډ چیئرمین محسن نقوي او د پنجاب وزیر اعلی مریم نواز هم په اسټیډیم کې موجود وو
قذافي اسټيډيم لاهور کې د ایونټ رسمي پيل وشو، او شائقين د يو سنسني خيز مقابلې شاهدان دي

قذافي اسټيډيم لاهور کې د ایونټ رسمي پيل وشو، او شائقين د يو سنسني خيز مقابلې شاهدان دي

لاهور:د قذافي اسټيډيم لاهور کې د کينول شوي ميچ پر مهال لاهور قلندرز ټاس وګاټه او د حیدرآباد کینګز پر ضد یې د لومړۍ بېټنګ پرېکړه وکړه

لاهور قلندرز په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې د ۶ ویکټو په زيان ۱۹۹ منډې جوړې کړې. د ټیم اوپنر فخر زمان په ۳۹ توپونو ۵۳ منډې وکړې او پیاوړې بېټنګ یې ترسره کړه، چې پکې ۱۰ څلوریزې شاملې وې. حسیب الله خان ناټ اوټ ۴۰ منډې جوړې کړې، او محمد نعیم ۳۰ مهمې منډې وکړې

لاهور قلندرز

په ځواب کې حیدرآباد کینګز ټیم په وروستي توپ کې ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۳۰ منډې جوړې کړې ، د حیدرآباد کینګز له لوري کپتان مارنوس لبوشین ۲۶ منډې وکړې، ریلي میریدیت ۱۹ او حسان خان ۱۴ منډې جوړې کړې، د لاهور قلندرز له لوري حارث روف، سکندر رضا او عبید شاه هر یو دوه دوه ویکټې واخیستې

لاهور قلندرز په وروستیو اوورونو کې چټکه بیټنګ وکړه او قوي هدف یې وټاکه، چې له مخې یې حیدرآباد کینګز ته د ۲۰۰ منډو سخت هدف ورکړل شو، د میچ پر مهال د پی سی بي چیئرمین محسن نقوي او د پنجاب وزیراعلی مریم نواز هم په اسټیډیم کې موجود وو، او پخواني کپتان وسیم اکرم د PSL 11 ټرافي میدان ته راوړه چې مراسم یې لا هم ښکلي کړل

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *