د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هرمز تنګي په اړه د نړیوالې ټولنې او خپلو پخوانیو متحدینو پر “بېپروايۍ” سخت غبرګون ښودلی او په ښکاره ډول یې پر دوی نیوکې کړي دي او دې هیوادونو ته ی ګواښونه هم کړي دي.
هرمز تنګي
هغه په تیره ورځ اوول دفتر کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال په توند لهجه وویل چې ناټو ناهیلي کړې دې . د هغه په وینا، امریکا د دې پوځي اتحاد د دفاع لپاره میلیاردونه ډالر مصرف کړي، خو اوس چې امریکا خپله اړتیا لري، ناټو ورسره نه ده ، ولاړه ټرمپ وویل چې موږ په ناټو میلیاردونه ډالر ولګول، خو زموږ د خپل دفاع لپاره هېڅوک نشته
دلته زه باید د امریکا ،اسرایل لوري د ایران پر ضد د د جنګ پیل په اړه خبره وکړم، په ۲۸م د فرورۍ دا جنګ د ایران پر ضد د اسرایل لوري بریدونو سره پیل شو چې تر نن ۱۸م د مارچ نیټې پورې دوام لري ، په لومړۍ کې ټرمپ اوویل چې دا جنګ به ډیر زر پای ته ورسي خو له ایران لوري د کلکو غبرګونو او بریدونو سره مخ دي ځکه تراوسه د ایران جنګي سپه سالاران او حکومتي مشران ټرمپ سره خبرو اترو ته تیار نه دي او دوی وایی دوی به امریکا او اسرایل سره جګړې ته دوام ورکړي
اسرایل له ایران سره جنګ ته دوام
په داسې وخت کې چې امریکا او اسرایل له ایران سره جنګ ته دوام ورکړي، د امریکا اولس مشر ډونلډ ټرمپ له نیټو او یو شمیر نورو هیوادونو د مدد لپاره غږ پورته کړو خو څوک هم د اسرایل او امریکا لوري پر ایران جنګ کې له امریکا سره ملاتړ ته تیار نه دي چې دا ښایی چې دا هیوادونو په دې پوهه دي چې دا جنګ یواځې دا اسرایل او امریکا پریکړه وه او دوی وس دا غوښتنه کوي چې دا شخړه دې د خبرو اترو له لارې هواره شي
وس خو داسې خبر هم راغلې دي او په رسنیو کې تاید شوې هم دې چې د امریکا د ترهګرۍ ضد قامي ادارې یو ډیر لوی ذمه وار افسر ډایریکټر جو کینټ هم له خپلې دندې استعفی ورکړې ده او ویلي ی دي چې نه غواړي چې د اسرایلی لپاره د ایران پر ضد جنګ کې برخه واخلي ، هغه په ایکس پاڼه خپل پوسټ کې لیکلي دي چې له ایران څخه امریکا ته کوم ګواښ نشته نو ځکه نه غواړي په دې جنګ کې برخه واخلي او له خپلې دندې استعفی ورکړي
خپل نظر
زما دا خپل نظر دې ، تاسو دې سره اختلاف کولې شی چې د یو لوړپوړې امریکایی افسر د ایران پر ضد جنګ نه کول او د نیټو او اروپایی هیوادونو لوري هم ټرمپ ته ښکاره ویل چې دوی به په دې جنګ کې ګډون و نه کړي، دا ښایی چې دا جنګ امریکا د اسرایل لپاره کوي او وس چې د ټولې نړۍ هیوادونو له ټرمپ سره د ایران پر ضد ودریدلو څخه انکارکړې دې نو باید امریکا او اسرایل په دې پوهه شي چې په دې جنګ کې به دوی له ماتې سره مخ شی او باید دوی دا جنګ ودروي
که وکتل شی نو د ایران او امریکا ترمنځ په دې وروستیو کې د خبرو اترو لړۍ هم روانه وه او په داسې وخت کې اسرایل لوري په ایران برید پیل شو چې بیا امریکا هم د اسرایل سره څنګ په څنګ پر ایران بریدونه پیل کړل
دا چې پر ایران د بریدونو پریکړه د امریکا اولسمشر په خپله کړې وه نو وس د نیټو، یورپین یونین او نور هیوادونو په حق دي چې د ایران پر ضد د امریکا او اسرایل ملاتړ نه کوي ځکه د ایران سره د جنګ پریکړه له دوی څخه د پوښتنې پرته پیل شوې ده او دوی نه غواړي چې په دې جنګ کې ګډون وکړي ځکه دا هیوادونه دریځ لری چې دا جنګ به په نړۍ کې ډیرې لوی اقتصادي ستونزې رامنځ ته کړي او دوی نه غواړي چې په دې جنګ کې برخه واخلي
خبرتیا: دا لیکنه د لیکونکي خپل نظر دې، ایچ ټي این پښتو د لیکونکي دې نظر سره کوم تړاو نه لري