د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف او د خیبر پښتونخوا وزیراعلیٰ سهیل افریدي ترمنځ مهمه لیدنه وشوه
د وزیراعلیٰ سهیل افریدي او وزیراعظم شهباز شریف ترمنځ دا لیدنه د وزیراعظم په دفتر کې ترسره شوه او یو شمیر مهمو ټکو باندې خبرې اترې وکړې
د پي ټي آی سرچینو له مخې، وزیراعلیٰ سهیل افریدي په دې لیدنه کې د وادي تیراه وضعیت، د امن جرګې موضوع، د ترهګرۍ ضد اقداماتو او د این ایف سي (قومي مالي کمېسیون) اړوند معاملو په اړه له وزیراعظم سره خبرې وکړې.
د وزیراعظم سره ملاقات وروسته د خیبر پښتونخوا وزیراعلی سهیل افریدي رسنیو سره خبرو کې وویل چې د ترهګرۍ په سختو ټکو کې غندنه کوي
وې ویل او ټینګار ی وکړو چې له لومړۍ ورځ ی دا دریځ دې چې د ترهګرو نه خو کوم مذهب شته،نه ی ملک شته او نه صوبه
سهیل افریدي وویل چې د یو پاکستاني په توګه باید مونږ ټول د ترهګري غندنه وکړه
نوموړي وویل چې د خیبرپښتونخوا یو شمیر ستونزې چې پکې د صوبې این ایف سي ایوارډ هم شامل وو، د وزیراعظم شهباز شریف مخې ته ی کیښودلې
زیاته ی کړه چې وزیراعظم شهباز شریف اړوند ادارو او افسرانو ته لارښوونه وکړه چې د خیبرپښتونخوا اړوند ادارو اهلکار او استازې سره کیښني او په دې ټکو خبرې وکړي ترڅو د صوبې دا ستونزې هوارې شي
سهیل افریدي د خبریالانو د پوښتنو ته ځواب ورکولو پر مهال وویل چې وزیراعظم شهباز شریف سره په لیدنه کې په سیاسي ټکو کومې خبرې نه دي شوي بلکي د صوبې د ستونزو په اړه خبرې وشوې
د ۴۰۰ څلورو اربو روپو کرپشن تورو لګولو په اړه سهیل افریدي اوویل چې مخالفین په دوی بې بنیاده الزامونه لګوي ، زیاته ی کړه چې کومې قربانۍ چې د خیبر،باجوړ ،تیراه او کرمې ضلعې اولس ورکوي ،هغوی لپاره دا ۴ څلور اربه روپۍ ډیرې کمې دي
سهیل افریدي وویل چې په دې مالي مرسته چې څوک د کرپشن تورونه لګوي نو دوی به د قبایلي سیمو دې خلکو دا قرباني نه مني او دې قربانۍ ته به په درنا سترګه نه ګوري
هغه وویل چې وزیراعظم شهباز شریف سره د هغه لیدنه د هغه یو مسولیت وو ځکه چې په کومه څوکۍ زه ناست یم دا ددې څوکۍ تقاضا وه چې د اولس لپاره وزیراعظم سره اووینم او د اولس نمایندګی وکړم