د ضلع خیبر د سوداګرو یو پلاوي د خیبرپښتونخوا له وزیراعلیٰ محمد سهیل آفریدی سره لیدنه وکړه، چې پکې د سوداګرو ستونزې، د روانو عملیاتو له امله رامنځته شوي زیانونه او د بازارونو د بیا فعالولو په اړه تفصیلي خبرې وشوې۔
وزیراعلیٰ سوداګرو ته د هغوی د ستونزو د لومړیتوب پر بنسټ د حل او بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ
په دې لیدنه کې د انجمن تاجران جمرود مشر کاشف اقبال آفریدی د پلاوي مشري کوله، او په پلاوي کې د انجمن تاجران باړه مشر سید ایاز وزیر، د لنډي کوتل بازار د اتحادیی پخواني مشر یاد وزیرشینواري ، د وادي تیراه مشر شیر افغان، د سخي پل مشر حکمت خان، د انجمن تاجران جمرود عمومي سېکرټري عبدالعزیز آفریدی او د فنانس سېکرټري کامران آفریدی هم شامل وو
د سوداګرو پلاوي وزیراعلیٰ ته وویل چې د عملیاتو له امله د ضلع خیبر د تیراه په بېلابېلو بازارونو کې سوداګریز فعالیتونه سخت اغېزمن شوي، سوداګر له مالي زیانونو سره مخ دي او د مالونو د لېږد رالېږد په برخه کې ستونزې لري
پلاوي غوښتنه وکړه چې د اغېزمنو سوداګرو لپاره ځانګړی ریلیف پیکج اعلان شي او د توکو د انتقال لپاره د ټرانسپورټ اسانتیاوې برابرې شي
د خیبرپښتونخوا وزیراعلیٰ محمد سهیل آفریدی د سوداګرو خبرې په غور واورېدې او اعلان یې وکړ چې د عملیاتو له امله اغېزمنو سوداګرو ته به ځانګړی پیکج ورکړل شي، او د بازارونو څخه د مالونو د ایستلو لپاره به د ټرانسپورټ اسانتیا هم برابره شي، تر څو سوداګریز فعالیتونه بېرته بحال شي۔
وزیراعلیٰ دا هم وویل چې صوبایي حکومت د ضلع خیبر په ټولو بازارونو کې د بیوټیفیکیشن ، ښکلا او منظم جوړښت پروژې پیلوي، چې له مخې به بازارونه په عصري طرز ښکلي، منظم او د سوداګرۍ لپاره مناسب جوړ شي
نوموړي زیاته کړه چې له دې پروژو سره به نه یوازې سوداګریز چاپېریال ښه شي، بلکې ولس ته به هم اسانتیاوې برابرې شي۔
د غونډې په پای کې د سوداګرو مشرانو د وزیراعلیٰ پر اعلانونو او ډاډونو د خوښۍ څرګندونه وکړه او هیله یې وښوده چې د حکومتي اقداماتو له امله به په ضلع خیبر کې سوداګریز فعالیتونه ډېر ژر په بشپړه توګه بېرته بحال شي
لنډي کوتل بازار لپاره دې لوی مالي پیکچ اعلان شي: یاد وزیرشینواري
د لنډي کوتل بازار د پخوانیو ودانیو د بیا رغونې او بیا جوړولو لپاره دې صوبایی حکومت پرمختیایی منصوبه اعلان کړي، لنډي کوتل کې دې قصاب خانه هم جوړه شي
دا ټولې غوښتنې د لنډي کوتل بازار د دوکاندارنو اتحادیی پخواني مشر یاد وزیر شینواري د وزیراعلی خیبرپښتونخوا سهیل افریدي ته پرون د سوداګرو د پلاوي غړو لیدنې پر مهال وړاندې کړي دي
یادوزیرشینواري وویل چې سهیل افریدي ته مو د لنډي بازار یو شمیر ستونزې مخې ته کیښودلې، هغه اوویل چې له وزیراعلی څخه مو غوښتنه وکړه چې د لنډي کوتل بازار لپاره دې لوی مالي پیکج اعلان شی چې دې سره د لنډي کوتل بازار بیا رغونه وشی ، هغه وویل چې له وزیراعلی څخه مو دا هم اوغوښتل چې په لنډي کوتل کې دې قصاب خانه هم جوړه شي او د لنډي کوتل لپاره دې وزیراعلی بغیر د څخه امتیازه پرمختیایی منصوبې هم اعلان او عملي کړي، هغه وویل چې وزیر اعلي ته دا غوښتنه هم وړاندې کړه چې په لنډي کوتل بازار کې دې د اوبو ټیوب ویل هم ولګول شي
یاد وزیرشینواري اوویل چې وزیراعلی ددې غوښتنو عملي کولو او د لنډي کوتل لپاره د لویو پرمختیایی پروژو ژمنه هم وکړه او مونږ ته ی باور راکړو چې لنډي کوتل کې به د خلکو د خوشحالۍ او پرمختګ لپاره صوبایی حکومت زیاته پاملرنه وکړي
د لنډي کوتل بازار د پخوانیو ودانیو د بیا رغونې او بیا جوړولو لپاره دې صوبایی حکومت پرمختیایی منصوبه اعلان کړي، لنډي کوتل کې دې قصاب خانه هم جوړه شي
دا ټولې غوښتنې د لنډي کوتل بازار د دوکاندارنو اتحادیی پخواني مشر یاد وزیر شینواري د وزیراعلی خیبرپښتونخوا سهیل افریدي مخې ته وړاندې کړې دي
یادوزیرشینواري وویل چې سهیل افریدي ته مو د لنډي بازار یو شمیر ستونزې مخې ته کیښودلې، هغه اوویل چې له وزیراعلی څخه مو غوښتنه وکړه چې د لنډي کوتل بازار لپاره دې لوی مالي پیکج اعلان شی چې دې سره د لنډي کوتل بازار بیا رغونه وشی ، هغه وویل چې له وزیراعلی څخه مو دا هم اوغوښتل چې په لنډي کوتل کې دې قصاب خانه هم جوړه شي او د لنډي کوتل لپاره دې وزیراعلی بغیر د څخه امتیازه پرمختیایی منصوبې هم اعلان او عملي کړي یاد وزیرشینواري اوویل چې وزیراعلی ددې غوښتنو عملي کولو او د لنډي کوتل لپاره د لویو پرمختیایی پروژو ژمنه هم وکړه او مونږ ته ی باور راکړو چې لنډي کوتل کې به د خلکو د خوشحالۍ او پرمختګ لپاره صوبایی حکومت زیاته پاملرنه وکړي